تازه خبرونه

پاکستان د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د تورخم لویه لار وتړله

Published

on

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد نن د سې شنبې پر ورځ د چنګاښ ۱۵ ویلي، چې د تورخم لویه لار به د کرونا ویروس د خپریدو له کبله د ترافیکو پرمخ وتړل شي.

هغه په خپل ټویټ کې څرګنده کړې: د ملي عملیاتو  قومندانۍ د مرکز پر سپارښتنه به سر له ننه د ګډوالو د تګ راتګ ټولې لارې تړلې وي.

هغه زیاته کړې: د افغانستان – پاکستان د پولې په اوږدو کې د تورخم د کډوالو چارو مرکز به د ملي عملیاتو مرکز د قومندانۍ لخوا تر نوي سپارښتنې تړلی وي.

د پاکستان تریبون رسنۍ څرګنده کړې، چې د کورنیو چارو وزیر هم په روانه اوونۍ کې یوې خبري ناستې ته د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي.

شیخ رشید احمد ویلي، مونږ د افغانستان د وضعیت تر خپلې څارنې لاندې نیولی دی.

Trending

Exit mobile version