تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره ۱۲ سرحدي بازارونه جوړوي

Published

on

پاکستان له افغانستان او ایران سره د خپلو پولو په اوږدو کې ۱۸ بازارونه جوړوي.

د پاکستان حکومت ویلي، چې د بازارونو له جوړولو موخه د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ وده او د قاچاقي توکو مخنیوی دی.

دا پرېکړه تېره ورځ د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ په یوه ناسته کې رامنځته شوې ده.

د عمران خان د دفتر په یوه څرګندونه کې راغلي: په دې ناسته کې ویل شوي، چې له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې ۱۲ او له ایران سره پولې ته نږدې به شپږ بازارونه جوړ شي.

د یاد دفتر د څرګندونو له مخې؛ لومړي وزیرعمران خان په بلوچستان کې د دوه سرحدي بازارونو او په خیبر پښتونخوا کې د یوه سرحدي هغه جوړول د یوې ازمایښتي پروژې په توګه منظور کړي، چې د فبرورۍ په میاشت کې به بشپړ او فعال شي.

د عمران خان دفتر زیاته کړې، چې د قاچاقي توکو د مخنیوي لپاره به نورې هڅې هم تر سره شي.

د سرحدي بازارونو رامنځته کولو په اړه د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې دا بازارونه باید په داسې یو ځای کې جوړ شي، چې د سرحدي سیمو اوسیدونکي په ځانګړي توګه ځوانان د سرحدونو له دیوال جوړولو وروسته غوره سوداګریز فرصتونه ولري.

ویل کیږي، چې پاکستان خپلو ځانګړیو موخو ته د رسیدو لپاره له دې مخکې د دیورند د فرضي کرښې په اوږدو کې د خپلې خوښې اغزن تار زغلولی دی.  

Trending

Exit mobile version