سوداگري
پاکستان له ایران او افغانستان سره د سوداګرۍ قانوني میکانیزم رامنځته کړ

د پاکستان د اقتصادي همغږۍ کمېټۍ له ایران او افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره قانوني میکانیزم منظور کړی دی.
افغانستان او پاکستان دوه ګاونډ هېوادونه دي، چې له یو بل سره مهمې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي ستونزو له کبله وخت نا وخت دا اړیکې ترینګلې شوې هم دي.
د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دغه میکانیزم له تصویب سره به د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ سوداګري زیاته شي.
د پاکستان ډان ورځپانې د راپور له مخې؛ د پاکستان د اقتصادي همغږۍ کمېټې، چې د مالیې، خوراکي توکو د خوندیتوب او اقتصادي چارو له وزارتونو څخه جوړه شوې، په دې وروستیو کې له افغانستان او ایران سره د سوداګرۍ د قانوني کولو لپاره یو میکانیزم تصویب کړ.
د پاکستان د مالیې وزیر شوکت ترین څرګنده کړې؛ د صادراتو د پالیسۍ د سمون او تنظیم چارې وروستۍ شوې او د اساسي توکو لپاره همدا میکانیزم د عملي کیدو وړدی. دا، چې افغانستان د پاکستان پر بازارونو تکیه دی؛ نو دا میکانیزم به په کابل کې پلی شي.
په هېواد کې له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د صادراتو کچه د پام وړ کمه شوې ده.
د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونه د پاکستان له دې هڅو هرکلی کوي او د پاکستانيو چارواکو لخوا افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ لپاره د نورو آسانتیاوو غوښتنه هم کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي، چې د دغه میکانیزم تصویب به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د قاچاق په مخنیوي کې هم اغېز ولري.
د پوهنتون استاد سید مسعود پدې باور دي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ښه کول د دواړو هېوادونو د تولیدي توکو د بازار موندنې لپاره یوه اړتیا ده او دواړه لوري باید د دې لپاره کار وکړي، چې سیاسي ستونزې پر سوداګریزو اړیکو منفي اغېزې ونکړي.
په هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او پاکستانيو پوځیانو تر منځ څو ځلې نښتې شوي او په وروستۍ پېښه کې تېره اوونۍ د سپین بولدک په سیمه کې د تلفاتو تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ دروازه هم وتړل شوه.
سوداگري
په افغانستان کې د عوایدو راټولول ښه شوي ـ نړیوال بانک

نړیوال بانک د ۲۰۲۲ ز. کال په لومړیو نهو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو په کچه کې له ۹۰ سلنه ډېروالي، اسعارو ثبات او د افغانستان د عایداتو زیاتوالی خبر ورکړی دی.
د دغه راپور له مخې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ نرخ هم نسبي ثبات ساتلی دی.
په دغه راپور کې د انفلاسیون د کمښت اصلي لامل د نړۍ په بازارونو کې د تېلو او خوراکي توکو د بیو ټیټوالی ښودل شوی دی.
د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د نسبي ثبات د ساتلو په برخه کې هغه بشري مرستې، چې په پرلپسې ډول د ملګرو ملتونو او نورو خیریه موسسو له لارې افغانستان ته رسېږي، بې اغېزې ندي.
د سپما حسابونو ته د خلکو د لاسرسي په اړه راپور څرګنده کړې، چې له بانکونو څخه د پیسو پر ایستلو محدودیتونه اوس هم روان دي.
هغو شرکتونو او اشخاصو، چې ۱۴۰۰د وږي له دمخه په بانکونو کې پیسې درلودېاوس هم نشي کولی له محدودې کچې له بانکه وباسي.
نړیوال بانک وايي، په تېرو دوه میاشتو کې د دولتي کارکوونکیو معاشونه په منظم ډول ورکړ شوي او ښځینه کارکوونکیو ته د نرینه کارکوونکیو پر پرتله ډېر منظم معاشونه ورکړ شوي دي.
د دغو کارکوونکیو لپاره د پیسو ایستل اسانه کار نه و او دوی ټولو شکایت کاوه، چې د بانک په لیکو کې ډېر وخت پر درېدلو تېريږي.
په دغه راپور کې د نوي حکومت د چارواکو لخوا د مالیاتو او عوایدو د ټولولو بهیر بیان شوی او ویل شوي، چې اسلامي امارت توانیدلی په سرحدونو کې له ګمرکي تعرفو څخه ۱۳۵،۹ میلیارد افغانۍ، چې شاوخوا ۱،۵۴ میلیارد دالر کیږي؛ راټول کړي.
د ډبرو سکرو د بیو لوړوالی او صادرات د اسلامي امارت د عوایدو د زیاتوالي اصلي لامل بلل شوی دی.
د دغه راپور پر بنسټ د افغانستان صادرات د تېرو کلونو پهر پرتله ډېر شوي دي.
نړیوال بانک وايي، چې په ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو کې د افغانستان صادرات ۰،۸ میلیارد او ۰.۹ میلیارد ته رسېدلي دي. په داسې حال کې چې سږ کال افغانستان شاوخوا ۱،۷ میلیارده دالر صادرات کړي دي.
د نړیوال بانک د موندنو له مخې، سږ کال د افغانستان تر ټولو زیات صادرات کرنیز محصولات، کانونه او ټوکر ول، چې د دغو صادراتو ۶۵ سلنه هدف پاکستان او ۲۰ سلنه نور یې هند و.
په دغه راپور کې دا دهم راغلي، چې د سړې هوا او واورې له پیلېدو وروسته د ماهرو او غیر مسلکي کارګرو غوښتنه کمه شوې او د کرنې او ساختمان په څېر صنعتونه چې ډېر کارګران جذبوي اوس کارګرانو ته اړتیا نلري.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، سږ کال لږ تر لږه ۲۸.۳ میلیون افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په اړه د نړیوال بانک د احصائې له خپرولو سره دا اقتصادي پرمختګ بللی دی.
دا احصائې د هغه څه څخه توپیر لري، چې اتباعو ته پېښیږي.
کتونکي وايي، چې د نړیوال بانک لخوا د هڅوونکیو احصائیو له خپرېدو سره سره اوسمهال خلک له سړې هوا او سوړ ژمي سره مخ دي. د بېوزلۍ او یخنۍ په درشل کې، ښاریان باید د خپلو کورونو او خواړو لپاره سون توکو ته اړتیا لري.
سوداگري
د ازبکستان وارداتي برښنا به په ۲۴ ګړیو کې له افغانستان سره ونښلیږي

د ازبکستان د انرژۍ وزارت څرګنده کړی، چې افغانستان ته به د چارشنبې پر ورځ د برښنا صادرات بیا پیل کړي.
افغانستان ته د ازبکستان برښنا د جدي له څلیریشتمې نېټې په بشپړه توګه پرې شوې وه. د ازبکستان د انرژۍ وزارت یې د پرې کېدو دلیل تخنیکي ستونزې بللې وې.
د ازبکستان د انرژۍ وزارت په ډاګه کړې؛ په ازبکستان کې تولیدېدونکې برښنا یوازې د کورني لګښت لپاره ده. د برښنا یوازې یوه برخه د حکومتونو ترمنځ د هوکړې پر بنسټ افغانستان ته صادریږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي، چې د ازبکستان ۲۵۰ میګاواته برښنا به په راتلونکیو څلیریشت ګړیو کې له افغانستان سره ونښلیږي.
د کابل د برښنا رییس مولوي حکمت الله آخوندزاده وايي، د برښنا اساسي ستونزه په ازبکستان کې رامنځته شوې تخنیکي ستونزو ده. هغه وایي: یوه ستونزه، چې له مونږ سره شریکه شوې د ازبکستان په څاګانو کې د ګازو کمښت دی، چې د برښنا د تولید لپاره کارول کیږي.
په کابل او د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د برېښنا نشتوالي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي؛ خو دا، چې په راتلونکیو څو ساعتونو کې به بېرته برښنا ونښلیږي؛ خلک هیله من کړي دي.
یو شمېر کارپوهان وايي؛ د افغانستان اسلامي امارت ته په کار ده، چې هغه هېوادونه، چې له افغانستان سره تړونونه لري؛ د تړون بشپړ پلي کولو ته اړ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان برښنا شرکت د څرګندونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ د ترکمنستان په پلازمېنه عشقآباد ښار کې د وارداتي برښنا غزولو تړون لاسلیک شو.
افغانستان اوسمهال خپله د اړتیا وړ برښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه اخلي.
سوداگري
د لومړي ځل لپاره افغان باروړونکیو لاریو ترکیې ته د افغانستان محصولات ولېږدول

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت څرګنده کړې؛ د لومړي ځل لپاره د افغانستان صادراتي توکي افغان لاریو د آقینې بندر له لارې ترکیې ته ولېږدول.
دغه وزارت د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ له دې وروسته به د هېواد صادراتي مالونه د کورنیو ترانسپورتي شرکتونو لخوا د بار وړونکیو موټرو په وسیله، چې د افغانستان نمبر پلیټونه به ولري؛ ترکیې ته صادر شي.
دغه وزارت زیاته کړې؛ د صادراتو بهیر له آقینې بندر څخه پیل شوی، چې له ترکمنستان او ایران څخه له تېرېدو وروسته ترکیې ته رسېږي.
-
تازه خبرونه3 days ago
په افغانستان کې خوارځواکي لوړې کچې ته رسېدلې – د خواړو نړیوال پروګرام
-
تازه خبرونه5 days ago
معاون سرمنشی سازمان ملل: خواست امارت اسلامی از جامعه جهانی به رسمیت شناختن حکومت شان است
-
تازه خبرونه4 days ago
پاکستان او روسیې له افغانستان سره پر عملي تعامل ټینګار څرګند کړ
-
سوداگري3 days ago
په افغانستان کې د عوایدو راټولول ښه شوي ـ نړیوال بانک
-
تازه خبرونه2 days ago
خصوصي پوهنتونونه دې د کانکور په ازموینه کې د نجونو له نوم لیکنې ډډه وکړي
-
نړۍ2 days ago
ایران پخپلې پوځي اډې د بې پیلوته الوتکې برید شنډ کړ
-
نړۍ12 hours ago
د پاکستان په یوه جومات کې چاودنې لږ تر لږه ۱۹ لمونځ کوونکي وژلي
-
لوبی2 days ago
افغان لوبډله درې نړیوالو شل آووریزو سیالیو لپاره عربي متحده اماراتو ته سفر کوي