سوداگري

پاکستان له ایران او افغانستان سره د سوداګرۍ قانوني میکانیزم رامنځته کړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۸, ۱۴۰۰)

د پاکستان د اقتصادي همغږۍ کمېټۍ له ایران او افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره قانوني میکانیزم منظور کړی دی.

افغانستان او پاکستان دوه ګاونډ هېوادونه دي، چې له یو بل سره مهمې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي ستونزو له کبله وخت نا وخت دا اړیکې ترینګلې شوې هم دي.

د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دغه میکانیزم له تصویب سره به د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ سوداګري زیاته شي.

د پاکستان ډان ورځپانې د راپور له مخې؛ د پاکستان د اقتصادي همغږۍ کمېټې، چې د مالیې، خوراکي توکو د خوندیتوب او اقتصادي چارو له وزارتونو څخه جوړه شوې، په دې وروستیو کې له افغانستان او ایران سره د سوداګرۍ د قانوني کولو لپاره یو میکانیزم تصویب کړ.

د پاکستان د مالیې وزیر شوکت ترین څرګنده کړې؛ د صادراتو د پالیسۍ د سمون او تنظیم چارې وروستۍ شوې او د اساسي توکو لپاره همدا میکانیزم د عملي کیدو وړدی. دا، چې افغانستان د پاکستان پر بازارونو تکیه دی؛ نو دا میکانیزم به په کابل کې پلی شي.

په هېواد کې له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د صادراتو کچه د پام وړ کمه شوې ده.

د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونه د پاکستان له دې هڅو هرکلی کوي او د پاکستانيو چارواکو لخوا افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ لپاره د نورو آسانتیاوو غوښتنه هم کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي، چې د دغه میکانیزم تصویب به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د قاچاق په مخنیوي کې هم اغېز ولري.

د پوهنتون استاد سید مسعود پدې باور دي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ښه کول د دواړو هېوادونو د تولیدي توکو د بازار موندنې لپاره یوه اړتیا ده او دواړه لوري باید د دې لپاره کار وکړي، چې سیاسي ستونزې پر سوداګریزو اړیکو منفي اغېزې ونکړي.

په هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او پاکستانيو پوځیانو تر منځ څو ځلې نښتې شوي او په وروستۍ پېښه کې تېره اوونۍ د سپین بولدک په سیمه کې د تلفاتو تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ دروازه هم وتړل شوه.

Trending

Exit mobile version