تازه خبرونه

پاکستان له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې ګاز واردوي

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۱۹, ۱۴۰۱

د راپورونو پر بنسټ، د پاکستان حکومت په پام کې لري، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې اوبلن ګاز وارد کړي.

د پاکستان تودی ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د بلوچستان صوبې د مرکز کویټې ګمرک له اړوندو ادارو سره له مشورې وروسته د چمن له لارې د اوبلن ګاز د رسولو لپاره د عوایدو ریاست بورد ته یو پلان استولی دی.

د دغې ورځپاڼې د څرګندونې له مخې؛ د بلوچستان ایالت حکومت دې سترې هڅې ته چمتو دی او هغو موټرو ته به د راننوتو اجازه ورکړي، چې اوبلن ګاز لېږدوي.

د دغه پلان له مخې؛ به افغان موټر چلوونکي د پاکستان خالي بار وړونکي لارۍ د چمن له پولې د ترکمنستان پولې ته لېږدوي او له اوبلنو ګازو سره به یې بېرته د چمن په پوله کې د پاکستان موټر چلوونکیو ته رسوي.

دا پلان درې پراوه لري؛ لومړی پړاو، سمدلاسه پیل کیږي. دوه یم یا لنډمهاله به له ۶ څخه تر ۸ میاشتو پورې او درېیم هغه به یو کال وخت ونیسي.

Trending

Exit mobile version