تازه خبرونه
پاکستان له کابل سره د خبرو لپاره د ایران له هڅو ملاتړ څرګند کړ
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي، چې ایران یو “ورور او دوست” هېواد دی او اسلامآباد د ستونزو له سولهییز حل ملاتړ کوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې اسلامآباد له کابل سره د خبرو لپاره د ایران له هڅو ملاتړ کوي او چمتو دی، چې د تهران له هر راز منځګړیتوب هرکلی وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي، چې ایران یو “ورور او دوست” هېواد دی او اسلامآباد د ستونزو له سولهییز حل ملاتړ کوي.
اندرابي زیاته کړې؛ پاکستان د “افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو ګواښونو” په اړه “ځواکمن دریځ ” لري او له همدې کبله د منځګړیتوب د بهیر په اړه هیڅ راز اندېښنه نلري.
هغه ټینګار کړی: معمولاً هغه اړخ، چې په کمزوري دریځ کې وي؛ له منځګړیو یې ډډه کړې؛ خو پاکستان د خپلو ادعاوو د پیاوړتیا له کبله له دې بهیر هرکلی کوي.
اسلامآباد پرلهپسې له کابل غوښتي، چې بریدونه ودروي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې هیڅ ډلې ته د افغانستان له خاورې د نورو حکومتونونو پر وړاندې د برید اجازه نهورکوي.
ترکیې او قطر د اسلامآباد او کابل د پلاويو ترمنځ د درې پړاوونو خبرو کوربتوب کړی؛ خو بې پایلې پای ته ورسېدې. په ځانګړي توګه د اوکټوبر په میاشت کې د کابل له بمبارډ او پر فرضي کرښه له نښتو وروسته.
د پاکستان دفاع وزارت په دې وروستیو کې ویلي، چې خبرې اترې “نامعلوم پړاو” ته داخلې شوې دي او د جدي اختلافاتو له کبله هیڅ پرمختګ نلري.
ایران، روسیه، ترکیه او قطر هڅې پیل کړې، چې کابل او اسلامآباد له ډیپلوماټیکو لارو خبرو ته کېنوي.
ایران ویلي، چې د تاوتریخوالي کمولو او د توپیرونو د حل لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
دغه راز ترکیه هم چمتو ده، چې د نورو مشورو لپاره اسلامآباد ته یو لوړ پوړی پلاوی واستوي.
د خبرو اترو له ناکامېدا او د لارو له بندېدا وروسته اسلامي امارت له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې وځنډولې؛ خو له کړکېچونو سره – سره د سیمې هېوادونه هیله من دي، چې ډیپلوماټیکې هڅې کولی شي د کابل او اسلامآباد د روان کړکېچ د زیاتېد د مخنیوي لپاره حل لارې چمتو کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تېر پر پرتله د امنیتي پېښو له کبله د بریدونو او تلفاتو له زیاتوالي سره مخ شوی دی.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ2 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه5 days agoچین او افغانستان د پانګهوالو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سوداگري4 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تحول5 days agoتحول: د تهران او کابل د اړیکو د پیاوړتیا لپاره هڅې
-
تازه خبرونه3 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
