تازه خبرونه

پاکستان له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا نږدې یومیلیون افغان کډوال جبري ایستلي

 د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لامل امنیتي اندېښنې دي.

Published

on

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د بې اسنادو کډوالو او افغان تابعیت لرونکو د جبري ایستلو بهیر اوس هم چټک روان دی او له دوه میلیون ډېر افغان کډوال یې اندېښمن کړي دي.

 د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لامل امنیتي اندېښنې دي.

د پاکستان رسنیو څرګنده کړې، چې یوازې د شنبې پر ورځ له ۵۰۰۰ څخه ډېر افغان کډوال له سرحدي لارو جبري ایستل شوي دي.

د راډیو پاکستان د څرګندونو له مخې؛ د هغو خلکو ټولټال شمېر، چې د دې پالیسۍ له مخې له پاکستان څخه وتلي  ۹۷۱ زره ۹۶۹ ته رسیدلی دی.

دغه راز د پاکستان کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چوهدري په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي، چې له پاکستان څخه د ایستلو وروستۍ نېټه به د اپریل له ۳۰ ونه غځول شي.

هغه زیاته کړې، چې امنیتي اندېښنې او په پاکستان کې د مخدره توکو د قاچاق زیاتوالی د اخراج د لویې څپې له لاملونو څخه دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چودري وایي: ” په دې برخه کې درې مسلې مهمې وې؛ له ترهګرۍ سره اړیکه، په لویو جرمي ډلو کې د یو شمېر افغان کډوالو ګډون او د مخدره توکو په قاچاق کې د ګڼ شمېر افغان وګړو د ښکېلتیا شتون.”

له پاکستان څخه د راستنېدونکي کډوال عزیزالله د څرګندونو له مخې؛ پاکستاني پولیسو هغه کسان نیولي او شړلي،  چې په پاکستان کې یې په ناکراریو کې هیڅ ونډه نه درلوده او ځینو یې حتا د سبزیو په بازار کې کار کاوه.

ځینو رسنیو دا راپور هم ورکړی، چې د پاکستان حکومت غریب کډوال نیولي او شړلي دي، نه شتمن کسان.

دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې پر ورځ ۶۲۳ افغان کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. دغو کورنیو هېواد ته د بېرته راستنېدو سره سم هم مرستې ترلاسه کړي؛ خو راستنیدونکي ځمکه، د کار فرصتونه او د ژوند کولو لپاره سرپناه غواړي.

Trending

Exit mobile version