تازه خبرونه
پاکستان ممکن د داعش د نفوذ لپاره افغانستان ته د مهاجرو له شړلو کار واخلي – خلیلزاد
زلمي خلیلزاد نن (چارشنبه) په ایکس پاڼه کې ولیکل: “باخبره افرادو راته ويلي؛ دوی له دې اندېښمن دي، چې پاکستان ممکن د افغان کډوالو د جبري ایستلو تر چتر لاندې داعش ترهګر افغانستان ته ولیږدوي. “زه هم دا اندېښنه لرم.”
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د دې احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې پاکستان به د کډوالو د ایستلو پر پلمه د داعش جنګیالي افغانستان ته واړوي.
زلمي خلیلزاد نن (چارشنبه) په ایکس پاڼه کې ولیکل: “باخبره افرادو راته ويلي؛ دوی له دې اندېښمن دي، چې پاکستان ممکن د افغان کډوالو د جبري ایستلو تر چتر لاندې داعش ترهګر افغانستان ته ولیږدوي. “زه هم دا اندېښنه لرم.”
خلیلزاد پدې اړه نور څه ندي ویلي او دا یې هم روښانه کړې نده، چې له “باخبره افرادو” څخه یې مطلب څوک دی.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له ډېرې مودې راپدېخوا له داعش سره مبارزه کوي او پخوا یې پاکستان له دې ډلې پر ملاتړ تورن کړی و.
د روان کال د جنورۍ په میاشت کې اسلامي امارت څرګنده کړې وه، چې د داعش ډله د پاکستان په خاوره کې روزنیز مرکزونه لري.
د خلیلزاد وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې رابورته شوې، چې پاکستان د سلګونو زره افغان کډوالو د ایستلو لپاره د دوهیم پړاو هڅې ګړندۍ کړې دي.
پاکستان د ۲۰۲۳ ز.کال په اوکټوبر کې د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ؛ خو په ډسمبر کې یې د نوي برېکړې له مخې د اپریل پر لومړۍ د جبري ایستلو بهیر چتک کړ.
د یادونې ده، چې یوازې د روانې میاشتې په لومړیو دوه اوونیو کې له ۴۵ زره څخه ډېر افغانان هېواد ته جبري راستانه شوي دي.
