تازه خبرونه
پاکستان ولې له افغانستان سره په پوله کې د ترهګرو د راتګ مخنیوی نهکوي؟
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان پر افغانستان د پاکستان د ناامنۍ پر پړه اچونې نیوکه کړې او څرګندوي، چې که ترهګر له افغانستان څخه پاکستان ته راننوځي؛ نو ولې یې مخه نه نیول کېږي.
نوموړي د پنجاب ایالت یوې غونډې ته په وینا کې ویلي؛ په پاکستان کې د حکومت له هڅو سره - سره ترهګري زیاته شوې ده.
هغه زیاته کړې: اوس خپله ناکامي پټوي او وايي، چې د افغانستان حکومت په پاکستان کې د ترهګرۍ پر ملاتړ پړ دی. ولې؟ ځکه ترهګر له هغه ځایه راځي. که له هغه ځایه راځي؛ نو بیا باید له پولې را تېر شوي وي. تاسې په سرحد کې چیرته یاست، چې مخه یې ونیسئ؟
مولانا فضل الرحمن په ډاګه کړې، چې د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف د پاکستان هوايي اډې امریکا ته د "افغانانو د بریدونو" لپاره ورکړې وې.
هغه ویلي: کله هم هغو له تاسې شکایت کړی، چې ولې الوتکې ستاسې له هوایي ډګرونو راالوځي او پر موږ برید کوي؟" هغو ستاسې د الوتکو او بمبارډ په اړه شکایت ندی کړی. تاسو شل کاله د زرګونه خلکو ژوند مو تباه و برباد کړ. قبایل مو تبا او برباد کړل؟ آیا تاسې پوهیږئ؛ هغه کسان، چې په سرحدي سیمو کې اوسیږي پاکستانیان دي او د پاکستان له ادارو کرکه لري او غواړي، چې د پاکستان له ادارو سره جګړه وکړي؟ آیا بل څوک پر هغې کرکې پړ دی، چې خپله مو رامنځته ګړې ده؟
پاکستانيو چارواکو تل ادعاوې کړي، چې په پاکستان کې بریدونه له افغانستان څخه پلانېږي او عاملین یې له افغانستان څخه پاکستان ته راننوځي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل دغه ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د "امنیتي ناکامۍ" مسوول ندی.
تازه خبرونه
د قطر او آلمان چارواکو د افغانستان حالات وارزول
د قطر بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې د ورځې ( د تلې دوهویشتمه) د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان پر وروستیو بدلونونو په ځانګړي توګه د دغه هېواد پر امنیتي وضعیت او بشري شرایطو خبرې وشوې.
د قطر بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې د دغه هېواد چارواکو د جرمني له ډیپلوماټانو سره د افغانستان د وضعیت په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې د ورځې ( د تلې دوهویشتمه) د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان پر وروستیو بدلونونو په ځانګړي توګه د دغه هېواد پر امنیتي وضعیت او بشري شرایطو خبرې وشوې.
د خبرپاڼې له مخې؛ د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب په قطر کې د جرمني له سفیر لوټر فریشلاډر او د آلمان د اړیکو د دفتر او د افغانستان لپاره د سفارت له چارسمبالي رالف ډیټیر راینهارډ سره وکتل.
په دې غونډه کې د افغانستان وروستي بدلونونه په ځانګړي توګه امنیتي، بشري، اقتصادي او سیاسي مسایل وارزول شول.
تازه خبرونه
هالینډ او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو پر تړون غور پیل کړ
هالینډي رسنۍ NL Times د یکشنبې پر ورځ ( د تلې دوهویشتمه ) راپور ورکړ؛ د هالنډ حکومت په دې اړه څېړنه کوي: آیا کولی شي ازبکستان قانع کړي، چې رد شوي کډوال ومني که نه.
د هالینډ یوه چارواکي ویلي، هېواد یې له ازبکستان سره د هغو افغان کډوالو د ایستلو پر یوه تړون غور کوي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
هالینډي رسنۍ NL Times د یکشنبې پر ورځ ( د تلې دوهویشتمه ) راپور ورکړ؛ د هالنډ حکومت په دې اړه څېړنه کوي: آیا کولی شي ازبکستان قانع کړي، چې رد شوي کډوال ومني که نه.
دغه راز ویل شوي؛ جرمني په دې وروستیو کې له ازبکستان سره هوکړې ته رسېدلی، چې دغه هېواد ته افغان کډوال ولېږي.
د دې رسنۍ د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ د هالینډ د پناه غوښتنې وزیر ماریولین فابر د دغه هېواد په پارلمان کې ویلي؛ کابینه په دې غور کوي، چې له ازبکستان سره څه ډول تړون وکړي. نوموړي په دې اړه جزئيات ورنکړل.
همدارنګه د ځینو سویسي رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه هېواد په دې وروستیو کې دوه افغان کډوال، چې مجرم پېژندل شوي وه؛ ایستلي او بېرته یې کابل ته استولي دي.
له دې مخکې جرمني تېره میاشت ۲۸ افغان کډوال، چې مجرم پېژندل شوي وه، بېرته افغانستان ته ولېږدول.
تازه خبرونه
سویس دوه افغان کډوال له خپلې خاورې وایستل
له ۲۰۱۹ ز. کال وروسته دا لومړی ځل دی، چې سویس افغان کډوال وباسي.
د سویسي رسنیو د راپورونو له مخې، دې هېواد له خپلې خاورې دوه افغان کډوال ایستلې دي.
له ۲۰۱۹ ز. کال وروسته دا لومړی ځل دی، چې سویس افغان کډوال وباسي.
د جمعې پر ورځ (د تلی شلمه) د سویس د مهاجرت وزارت د آلمان اوونیزې سانټاګبلیک ته د دغو دوه افغان مهاجرو د اخراج په اړه خبر ورکړ.
ځینو سویسي رسنیو د دغه هېواد د عدلیې او پولیسو د وزارت د څرګندونو له مخې دغه موضوع تائید کړې او ویلي یې دي، چې دغه افغانان «سرغړونکي» وه.
د سویس حکومت دغو دوه افغانانو ته له ایستلو مخکې ۵۰۰ سویسي فرانکه، چې ۵۸۳ امریکايي ډالر کېږي؛ ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اګست پر دېرشمه د جرمني د کورنیو چارو وزارت ۲۸ افغانان د دوی د څرګندونو له مخې پر بېلابېلو جرمونو تورن ول؛ افغانستان ته ولېږل.
-
تازه خبرونه2 days ago
د اسلامي امارت رهبر د صنعتي سیمو قانون توشیح کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان لپاره د م.م د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت یو کال وغځوا شو
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
ایران د ځمکې پر مدار د راڅرخېدو لپاره روسیې ته دوه سپوږمکۍ استولي
-
نړۍ15 hours ago
امریکا د ایران د احتمالي برید د مخنیوي لپاره اسرائیل له خپل دفاعي سیسټمه برخمنوي
-
لوبی1 day ago
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د هانګ کانګ لوبډلې ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه13 hours ago
هالینډ او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو پر تړون غور پیل کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کان کیندنې پر کارکوونکیو د برید له کبله ۴ افغانان ووژل شول
-
تازه خبرونه2 days ago
د افغان کډوالۍ مخنیوی د مسکو فارمټ د اجنډا یوه برخه وه – ایران