تازه خبرونه
پاکستان ولې له افغانستان سره په پوله کې د ترهګرو د راتګ مخنیوی نهکوي؟
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان پر افغانستان د پاکستان د ناامنۍ پر پړه اچونې نیوکه کړې او څرګندوي، چې که ترهګر له افغانستان څخه پاکستان ته راننوځي؛ نو ولې یې مخه نه نیول کېږي.
نوموړي د پنجاب ایالت یوې غونډې ته په وینا کې ویلي؛ په پاکستان کې د حکومت له هڅو سره – سره ترهګري زیاته شوې ده.
هغه زیاته کړې: اوس خپله ناکامي پټوي او وايي، چې د افغانستان حکومت په پاکستان کې د ترهګرۍ پر ملاتړ پړ دی. ولې؟ ځکه ترهګر له هغه ځایه راځي. که له هغه ځایه راځي؛ نو بیا باید له پولې را تېر شوي وي. تاسې په سرحد کې چیرته یاست، چې مخه یې ونیسئ؟
مولانا فضل الرحمن په ډاګه کړې، چې د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف د پاکستان هوايي اډې امریکا ته د “افغانانو د بریدونو” لپاره ورکړې وې.
هغه ویلي: کله هم هغو له تاسې شکایت کړی، چې ولې الوتکې ستاسې له هوایي ډګرونو راالوځي او پر موږ برید کوي؟” هغو ستاسې د الوتکو او بمبارډ په اړه شکایت ندی کړی. تاسو شل کاله د زرګونه خلکو ژوند مو تباه و برباد کړ. قبایل مو تبا او برباد کړل؟ آیا تاسې پوهیږئ؛ هغه کسان، چې په سرحدي سیمو کې اوسیږي پاکستانیان دي او د پاکستان له ادارو کرکه لري او غواړي، چې د پاکستان له ادارو سره جګړه وکړي؟ آیا بل څوک پر هغې کرکې پړ دی، چې خپله مو رامنځته ګړې ده؟
پاکستانيو چارواکو تل ادعاوې کړي، چې په پاکستان کې بریدونه له افغانستان څخه پلانېږي او عاملین یې له افغانستان څخه پاکستان ته راننوځي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل دغه ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د “امنیتي ناکامۍ” مسوول ندی.
