Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان پر افغان مېوو خپله ګمرکي تعرفه کمه کړه

خپور شوی

د

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې پاکستان ته په افغان صادراتو کې د تعرفې د لوړیدو ستونزه يي د سیاسي کانالونو پر هڅو حل کړې او افغان مېوې یې له پرېکړې مستثنی دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي؛ په پاکستان  کې د افغانستان د سفیر پر هڅو دوی توانیدلي، چې د افغان صادراتو پر وړاندې د پاکستان لوري خپله لوړه شوې تعرفه بېرته راټیټه کړي ده.

دوی زیاتوي، چې افغان سوداګر کولی شي تېر ته ورته پاکستان ته د خپلو صادراتو بهیر بېر ته پیل کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي هم  وايي، چې د پاکستان لخوا په تېره اوونۍ  کې د تعروفې لوړولو له کبله افغان سوداګرو ته په میلیونونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم  په تازه څرګندونو کې وايي،  چې د افغان  سوداګرو د صادارتو پر وړاندې  شته ستونزه اواره شوې  او صادروونکي کولی شي، چې پاکستان ته خپل صادرات بېرته پیل او تنظیم  کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند جواد دبیر څرګنده کړې: د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تعرفې له ستونزو سره- سره وتوانیدو، چې تعروفه بېرته راټیټه او د افغان صادراتو پر ټپه ولاړ بهیر بېرته عادي حالت ته راوګرزوي.

که څه هم د پاکستان لوري پر افغان صادارتو تعروفه بېرته را ټیته کړې؛ خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي ويلي،  چې پاکستان هر کال د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

دوی وايي، د پاکستان د ناسالمو پاليسو له کبله يې سوداګري تل بې ثباته وي او د کارو بار پر وړاندې يې وخت ناوخته ستونزې را ولاړيږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزي ویلي: پاکستاني لوري د افغان صادراتو پر وړاندې د شته ستونزو د اوارولو ژمنه کړې. هیله لرو؛ نن د ورځې په اوږدو کې معلومه شي، چې افغان سوداګرو فعالیت بېرته پیل کیږي او که څنګه؟!

د خصوصي سکتور ځیني غړي هم وايي، چې له پاکستان سره دې د سوداګریزو ستونزو د اوارولو په اړه جدي اوبنسټيزې خبرې وشي.

د صنعتکارانو د ټولنې مشرعبد الجبار ساپي څرګنده کړې: مهمه داده، چې له پاکستان سره باید شته ستونزې بنسټیزې اوارې شي؛ ځکه د افغان سوداګرو ستونزي خپل ځانګړی حل غواړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان  بیا زیاتوي، چې پاکستان تل د افغان صادراتو پر  وړاندې ستونزې جوړې کړي او دا بهیر به همدا سې جاري وساتي او دا ستونزه د یوه وزیر او یوه سفیر پر ناسته او مجلس سره نه حل کیږي.

د اقتصادي چارو شنونکی شبیر احمد بشیري وایي: زه په پوره باور دا وا یم، چې دا ستونزه د یوه سفیر او یوه وزیر له خبرو سره نه حل کیږي؛ په لسګونه وزیرانو دا ارمان له ځانه سره وړی. مونږ د ستونزې حل ته باید یو میکانیزه کرنیز نظام رامنځته کړو، چې شته ستونزه اساسي حل شي.

د خصوصي سکتور غړي وايي، چې د پاکستان له لوري رامنځته شوې وروستۍ  ستونزې افغان سوداګرو او بڼوالو ته درانده مالي زيانونه اړولي دي.

 دا غبرګونونه په دا سې حال کې راپورته کیږي،  چې اسلام آباد تېره اوونۍ د افغانستان پر پېنځه قلمه ميوې ګمرکي ټکس د هر ټن  پر سر له يوولس زره روپيو څخه ۹۰ زره روپيو ته لوړ کړ.

تازه خبرونه

د تاتارستان یو پلاوی به کابل ته راشي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د مینیخانوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې اوسمهال په ځینو برخو کې له افغانستان سره سوداګري روانه ده؛ خو له دې وروسته دوی چمتو دي، چې د دې تبادلو کچه لوړه کړي.

Published

on

د تاتارستان ولسمشر رستم مینیخانوف د “روسیه او اسلامي نړۍ” تر سرلیک لاندې د کازان د شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د رییس الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې وویل؛ له تاتارستان څخه به یو پلاوی کابل ته واستول شي، چې له افغانستان سره په بېلابېلو سکټورونو کې اړیکې پراخې کړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د مینیخانوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې اوسمهال په ځینو برخو کې له افغانستان سره سوداګري روانه ده؛ خو له دې وروسته دوی چمتو دي، چې د دې تبادلو کچه لوړه کړي.

په دې ناسته کې د کاماز موټرو تولیدي شرکت عمومي رییس ویلي؛ تاتارستان چمتو دی، چې افغانستان ته د کاماز باربري او اور وژنې موټرو صادرات زیات کړي او په دې برخه کې به له ولسمشر مینیخانوف څخه د افغانستان لپاره ځانګړې سبسایډي هم ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې؛ هغه پلان لري، چې افغانستان ته د سفر پرمهال بازار وارزوي او بیا په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

د تاتارستان د کرنې او خوړو وزیر په دې غونډه کې هم ویلي؛ دوی چمتو دي، چې له دې وروسته افغانستان ته د حلالو خوړو صادرات زیات کړي.

دواړو خواوو د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همدارنګه په افغانستان کې د تاتارستان پانګوالو د پانګونې په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې ملا عبدالغني برادر د تاتارستان له ولسمشر څخه د اسلامي امارت پلاوي ته د کازان شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم ته د بلنې له کبله مننه وکړه.

ملا عبدالغني برادر دا بلنه د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ګام وباله.

ملا برادر زیاته کړې؛ د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي خپلواکه، مثبته، بې طرفه، متوازنه او اقتصاد محوره ده او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

هغه څرګنده کړې، چې د دې پالیسۍ پر بنسټ اسلامي امارت غواړي؛ له تاتارستان جمهوریت سره په ځانګړي توګه په افغانستان کې د پانګونې، انرژۍ، بېخبناوو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.

هغه په ​​افغانستان کې وضعیت او شرایط د پانګونې لپاره مناسب وبلل او د تاتارستان له پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې د تېلو او ګازو استخراج او چاڼ په سکټورونو، ساختماني پروژو، اوسپنې‌پټلۍ او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

ملا برادر د کازان شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت وباله او څرګندوي، چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د نندارتونونو او نورو اقتصادي پروګرامونو د جوړولو لپاره هڅې وشي، چې په دې برخه کې له شته ظرفیتونو څخه پوره ګټه پورته شي.

ویل کیږي، چې ملا برادر د تاتارستان ولسمشر ته د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره افغانستان ته د سفر بلنه ورکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیر خان متقي او د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر ټیلیفوني خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه بیان کې ویلي، چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو په اړه خبرې وشوې.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر مراد نورتیلو په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ښه‌والي بحث کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه بیان کې ویلي، چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو په اړه خبرې وشوې.

امیر خان متقي قزاقستان د منځنۍ آسیا یو له مهمو هېوادونو څخه وګاڼه او هیله یې څرګنده کړه، چې د موجوده ظرفیتونو پر کارولو به دواړه هېوادونه د سیمې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره همکارۍ ته دوام ورکړي.

هغه له قزاقستان سره د افغانستان اړیکې مهمې وګڼلې او یو ځل بیا یې په بېلابېلو سکټورونو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو چارو وزارتونو په کچه د تعاملاتو د زیاتوالي غوښتنه هم وکړه. هغه دا هم اعلان وکړ، چې په نږدې راتلونکي کې به په رسمي سفر کابل ته راشي.

نورتیلو ویلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې په افغانستان کې د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې‌پټلۍ د جوړولو په پروژه کې ۵۰۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان یو میلیون او ۳۰۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي

پاکستان د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سړو اړیکو او مخ پر زیاتېدونکو امنیتي اندېښنو وروسته پرېکړه کړې، چې غیر قانوني کډوال وباسي.

Published

on

د پاکستان کورنیو چارو وزیر ملي شورا ته په یوه راپور کې ویلي، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال له نومبر راپدېخوا ۱.۳ میلیون افغان کډوال جبري ایستلي دي.

پاکستان د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سړو اړیکو او مخ پر زیاتېدونکو امنیتي اندېښنو وروسته پرېکړه کړې، چې غیر قانوني کډوال وباسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې افغان کډوال په دې موده کې د پاکستان میلمانه ول او باید “په بشپړ وقار او درناوي” سره خپل هېواد ته راستانه شي؛ خو کډوالو ويلي، چې دوی د جبري ایستلو په لړ کې له نیولو، ځورونو او کړولو سره مخ شوي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا هم ویلي، چې له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د پروګرام له مخې له ۱.۳۷ میلیون څخه ډېر افغان کډوال، چې POR کارتونه یې لرل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه راز د پاکستان حکومت تائید کړې، چې د ای سي سي کارت د اعتبار موده به نه‌غځوي.

د مهاجرت نړیوال بنسټ (IOM) ويلي، چې سږ کال د اپریل له لومړۍ نېټې څخه د می تر دولسمې پورې له پاکستان څخه له ۱۲۸ زره څخه ډېر افغانان ایستل شوي دي.

پاکستان په تېرو دوه میاشتو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوه‌یم پړاو هم پیل کړی دی، چې په کې یې زرګونه افغان کډوال جبري افغانستان ته شړلي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هڅه کوي، چې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د ۵۸ استوګنځایونو پر جوړولو سره د کډوالو د استوګنې ستونزه حل کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو له مرستیال سره په لیدنه کې د راستنېدونکو لپاره د تعلیمي فرصتونو برابرول مهم وګڼل او د وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

محمد یونس راشد دا هم ویلي، چې دوی به ځانګړي پروګرامونه طرحه کړي او د ځوانانو له ټولنې سره د یوځای کولو لپاره به همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل تل له اسلام‌آباد څخه غوښتي، چې کډوالو ته په تدریجي ډول د راستنېدو اجازه ورکړي؛ خو پاکستان د افغانستان غوښتنه نده منلې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!