سیمه ییز خبرونه
پاکستان په ایران کې دننه بریدونه کړي
رویټرز د پاکستانیو استخباراتي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د پنجشنبې پر ورځ پاکستانیو ځواکونو په ایران کې دننه پر بلوڅ وسلهوالو له هغې دوه ورځې وروسته هوایي بریدونه کړي، چې ایران د پاکستان په خاوره کې دننه د جیش العدل پر سني وسلوالو بریدونه وکړل.
ایراني رسنیو څرګنده کړې؛ څو توغندي د سیستان بلوچستان ایالت پر یوه کلي لګېدلي دي. په دې بریدونو کې درې ښځې او څلور ماشومان وژل شوي، چې ټول ایرانيان نهدي.
ایران د سې شنبې پر ورځ ویلي وه، چې په پاکستان کې یې له اسرائیلو سره د تړلیو اورپکو اډې ویشتې دي.
پاکستان هغه مهال ویلي وه، چې ملکي وګړي پر نښه او دوه ماشومان وژل شوي. دغه راز خبرداری یې ورکړ؛ د دې برید د عواقبو مسوول به تهران وي.
پاکستان د چارشنبې پر ورځ له ګاونډ هېواد ایران څخه خپل سفیر پر حریم یې د ایران د ښکاره سرغړونې وروسته وروغوښت.
تهران ویلي، چې دوی د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د اورپکو پر اډو توغندیز بریدونه کړي دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر ویلي، د بې پیلوټه الوتکو پر توغندیزو بریدونو یې وسلهوال پر نښه کړي دي. د ایران دولتي رسنیو څرګنده کړې، ایراني توغندیو د سني مسلمانې ډلې جیش العدل دوه اډې په نښه کړي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لهخوا د بهرني تروریستي سازمان په توګه نومول شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د سویس په داووس ښار کې، چې د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې یې ګډون درلود؛ ویلي، چې برید کوونکي له اسرائیلو سره تړاو لري.
پاکستان او ایران په تېرو وختونو کې خړې پړې اړیکې درلودې؛ خو دا وروستي بریدونه په وروستیو کلونو کې د پولې په اوږدو کې تر ټولو اغېزمنې دي.
د ایران برید پر پاکستان له هغې یوه ورځ وروسته پیل شول، چې تهران په عراق او سوریه کې ترسره کړل.
د دغو بریدونو په غبرګون کې بغداد له تهران څخه خپل سفیر هغه مهال وروغوښت، چې د ایران دولتي رسنیو څرګنده کړې وه، چې د اسرائیلو د جاسوسۍ پر یوه مرکز یې برید کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ له دې مخکې ویلي؛ دا سرغړونه بې بنسټه او د منلو وړ نهده.
هغې زیاته کړې وه، چې پاکستان د دې غیرقانوني عمل په وړاندې د ځواب ویلو حق لري.
د جنوبي اسیا د ویلسن مرکز رییس مایکل کوګلمن وایي: که څه هم اسلام آباد ډېر محتاط دی؛ خو بیجینګ ممکن د منځګړیتوب لپاره ګام پورته کړي.
هغه ویلي؛ چین له ایران او پاکستان دواړو سره نږدې اړیکې لري او لیواله دی، چې کړکیچ له کنټرول څخه بهر نهشي … دا به پر دواړو لوریو فشار راوړي، چې له کمره ځان ډډې ته کړي.
جیش العدل په تېرو وختونو کې له پاکستان سره په سرحدي سیمه کې د ایران پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي.
د پاکستان په جنوب لویدیځ بلوچستان ایالت کې، چې له ایران سره پوله لري؛ څلور توغندي د پنجګور له سرحدي ولسوالۍ سره نږدې لګېدلي دي.
د پنجګور د ادارې یوه جګپوړي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، څلور توغندي د کوه سبز پر کلي توغول شوي، چې د پاکستان په خاوره کې شاوخوا ۵۰ کیلومتره دننه پروت دی.”
يوه بل چارواکي ويلي: په بريد کې يو جومات او درې کورونه زيانمن شوي دي.
هغه زياته کړې، چې دوه ځوانې نجونې وژل شوي او درې کسه نور ټپيان دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، امیرعبداللهیان له خپل پاکستاني سیال جلیل عباس جیلاني سره ټیلیفوني خبرې کړي او د پاکستان د ملي حاکمیت پر درناوي یې ټینګار وکړ.
امیرعبداللهیان ویلي، د جیش العدل وسلوالې ډلې د پاکستان له خاورې څخه په پرلهپسې ډول د ایران امنیت پر نښه کړی او مونږ هیله مند یوو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي همکاري روانه وساتل شي.
د پاکستان جیش العدل د بلوڅانو د توکمیز اقلیت لپاره د زیاتو حقونو او د ژوند د ښه شرایطو غوښتونکی دی؛ خو د ایران په سویل ختیځ سیستان-بلوچستان ولایت کې یې پر ایراني امنیتي ځواکونو د څو بریدونو مسوولیت هم منلی دی.
سیمه ییز خبرونه
ایران او اسرائیل: مخامخ بریدونه اوس درېدلي
د رویټرز د راپور له مخې: د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه مخامخ درېدنه، چې له اپریل راپدېخوا تر ټولو سخت کړکېچ بلل کېږي؛ له تهران سره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو او د څه باندې درې میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي.
ایران او اسرائیل د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې: د یو بل پر ضد یې بریدونه لنډمهاله درولي، خو تهران خبرداری ورکړی؛ که اسرائیل په لبنان کې د حزبالله پر ضد خپل بریدونه روان وساتي، نښتې به بېرته پیل شي.
د رویټرز د راپور له مخې: د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه مخامخ درېدنه، چې له اپریل راپدېخوا تر ټولو سخت کړکېچ بلل کېږي؛ له تهران سره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو او د څه باندې درې میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د بریدونو له تبادلې وروسته د نفتو بیې تر پېنځه سلنې لوړې شوي؛ خو کله، چې د ایران پوځ پر اسرائیل د خپلو لومړنیو بریدونو د پای اعلان وکړ، بیې بېرته راټیټې شوې. د امریکا د ډالر ارزښت هم، چې نږدې په دوه میاشتو کې تر خپلې لوړې کچې رسېدلی و، راکم شو.
یوې بلدې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې اسرائیل هم پر ایران د خپلو بریدونو د درولو پرېکړه کړې ده.
ایران د یکشنبې په وروستیو کې پر اسرائیل څو توغندي وتوغول او دا یې د حزبالله پر مورچلونو د اسرائیلو د بریدونو غبرګون وباله.
دغه راز اسرائیل د ایران هوايي دفاعي سیسټم او یوه پټروشیميکي مجموعه پر نښه کړې، چې د تلابیب د څرګندونو له مخې د بالسټیک توغندیو په تولید کې یې ونډه لرله. د ایران سپاه پاسداران هم ویلي، چې د دغو بریدونو په غبرګون کې یې د حیفا ښار ورته ودانۍ پر نښه کړي دي.
د دواړو لوریو چارواکو تر اوسه په دغو بریدونو کې د مرګ او ژوبلې راپور نهدی ورکړی.
دغو بدلونونو د امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ د اتهویشتمې جګړې هغه هڅې نورې هم پېچلې کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې د پای ته رسولو لپاره روانې کړې دي. که څه هم د اپرېل پر اتمه اعلان شوي اوربند د جګړې د پراخېدا مخه ونیوله؛ خو په فارس خلیج کې ترینګلتیا اوس هم روانه ده.
ټرمپ ویلي، دواړه لوري د بېړني اوربند غوښتونکي دي. هغه په ټروټپاڼه کې لیکلي، چې د سولې د وروستیو خبرو بهیر مخ پر وړاندې روان دی.
امریکايي او اسرائیلي چارواکو تائید کړې، چې ټرمپ او د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د دوشنبې پر ورځ ټیلیفوني خبرې کړې دي.
ټرمپ له اکسیوس سره په مرکه کې ویلي، چې نتانیاهو ته یې خبرداری ورکړی؛ که له ایران سره جګړه بېرته پیل شي، ښايي اسرائیل د امریکا له ملاتړه بې برخې پاتې شي.
په امریکا کې د اسرائیل سفیر یخیل لایټر هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې ټرمپ پر نتانیاهو فشار راوړی او څرګندوي؛ د دواړو مشرانو اړیکې اوس هم نږدې او د همکارۍ پر بنسټ ولاړې دي.
دغه راز اسرائیلي چارواکو ټینګار کړی، چې د اړتیا په صورت کې به خپل پوځي عملیات روان وساتي. بل لور ته ایراني چارواکو هم ویلي، چې د اوږدمهالې جګړې لپاره چمتو دي او د اړتیا په صورت کې د سیمې د امریکايي ګټو پر ضد بریدونه بېرته پیلولی شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي له ټولو خواوو غوښتي، چې زغم وښيي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي، چې د کړکېچ د زیاتېدا لامل کېږي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم ویلي، تهران او واشنګټن د «ژورې بېباورۍ» په فضا کې یو بل ته پیغامونه لېږي.
په یمن کې هم د ایران ملاتړو حوثیانو اعلان کړی، چې په سره سمندرګي کې به اسرائیلي کښتۍ پر نښه کړي او پر اسرائیل یې څو توغندي هم توغولي دي؛ خو د اسرائیل پوځ د یمن له لوري د توغول شوې یوې مشکوکې مرمۍ له شنډولو خبر ورکړی دی.
ایراني رسنیو د تهران په ځینو سیمو کې د څو چاودنو او د پلازمېنې پر فضا د یوې بېپیلوټه الوتکې له راغورځولو خبر ورکړی؛ خو د پراخو زیانونو او مرګ او ژوبلې راپور نهدی خپور شوی.
همدارنګه د عادي وضعیت د بېرته راګرځېدا ځینې نښې هم لیدل کېږي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د تهران د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر الوتنې له شاوخوا ۲۴ ساعته ځنډ وروسته د سېشنبې له ورځې بېرته پیل شوې دي.
اسرائیل ټینګار کړی، چې په لبنان کې یې پوځي عملیات نهدي درولي او دا موضوع له امریکا او ایران ترمنځ له هر ډول اوربند څخه بېله ګڼي. حزبالله هم خپل بریدونه روان ساتلي دي.
په لبنان کې د امریکا سفیر میشل عیسی ویلي، چې د لبنان او اسرائیل ترمنځ خبرې به یو ځل بیا په واشنګټن کې پیل شي.
ټرمپ ویلي، هر ډول سولهییزه هوکړه باید تضمین کړي، چې ایران اټومي وسلې ترلاسه نهکړي. په مقابل کې تهران د نړیوالو بندیزونو د لرې کېدا، د کنګل شویو شتمنیو آزادېدا او په هرمز تنګي کې د خپل رول د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې ده.
سیمه ییز خبرونه
د ټرمپ له خبرداري سره سره اسرائیل پر ایران تازه بریدونه وکړل؛ ایران هم توغندیز ځواب ورکړ
ټرمپ څو ساعته مخکې ویلي وه، چې د ایران او اسرائیل ترمنځ نوي بریدونه به د واشنګټن او تهران ترمنځ د سولې پر خبرو اغېز ونهکړي.
اسرائیل د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د ایران په لویدیځو او مرکزي سیمو کې یې پوځي هدفونه پر نښه کړي؛ دا کړنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بنیامین نتنیاهو غوښتي وه، چې له نورو بریدونو دې ډډه وکړي.
ټرمپ څو ساعته مخکې ویلي وه، چې د ایران او اسرائیل ترمنځ نوي بریدونه به د واشنګټن او تهران ترمنځ د سولې پر خبرو اغېز ونهکړي.
هغه ټینګار کړی، چې د وروستۍ پرېکړې کوونکی نتنیاهو نه، بلکې دی دی.
د ټرمپ د څرګندونو له مخې: د امریکا حکومت هڅه کوي، چې په لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو پر درېدلو غواړي له ایران سره د یوې پراخې هوکړې لپاره زمینه برابره کړي؛ خو له دې سره-سره اسرائیلو د یکشنبې پر ورځ د امریکا له لوري د اوربند د طرحې له اعلان وروسته، د لومړي ځل لپاره د بیروت شاوخوا سیمې پر نښه کړې.
د دې برید په غبرګون کې ایران د اسرائیلو پر لوري څو توغندي وتوغول، چې د سولې د خبرو د راتلونکې په اړه یې اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي. سره له دې هم ټرمپ اوس د هوکړې د ترلاسه کېدو په اړه خوشبینه دی.
هغه له فایننشل ټایمز سره په مرکه کې ویلي: «دا بریدونه به پر هوکړه هیڅ اغېز ونهلري. پرېکړه کوونکی زه یم. ټولې پرېکړې زه کوم، نه نتنیاهو.»
له دې لږ وروسته د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ، چې په ایران کې یې څو پوځي هدفونه پر نښه کړي دي.
د ایران سپاه پاسداران هم ویلي، چې اسرائیلو د هوا له لارې پر بالسټیک توغندیو د ایران دننه ځینې هدفونه تر برید لاندې راوستي دي.
د تاوتریخوالي زیاتېدا د دوشنبې ورځې په راکړه – ورکړه کې د تېلو بیې تر درې سلنې ډېرې لوړې کړې او د برنټ اومو تېلو بیه یو ځل بیا له هر بېرل ۹۶ ډالرو واوښته.
سپاه پاسداران ویلي، چې د ناصرې ښار ته نږدې یې د «رامات داوید» هوايي اډه پر نښه کړې ده. د اسرائیلو پوځ هم ویلي، چې له ایران څخه توغول شوي توغندي یې شنډ کړي دي.
ټرمپ له نتنیاهو وغوښتل چې بریدونه ودروي
یوه اسرائیلي چارواکي ویلي، چې ټرمپ او نتنیاهو د یکشنبې پر ورځ شاوخوا نیم ساعت ټیلیفوني خبرې وکړې. د دې خبرو نور جزئیات نهدي خپاره شوي.
د اکسیوس د راپور له مخې: ټرمپ په دې ټیلیفوني خبرو کې له نتنیاهو غوښتي، چې له نورو بریدونو ډډه وکړي؛ ځکه دواړه لوري یوې هوکړې ته د رسېدا په درشل کې دي.
له هغه وخت راپدېخوا، چې امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې پیل کړې؛ اسرائیلو په لبنان کې د حزبالله پر ضد خپل بریدونه روان ساتلي دي. اسرائیلي چارواکي وايي، چې له حزبالله سره جګړه د ایران له خبرو بېله موضوع ده.
بل لوري ته تهران څو ځله ټینګار کړی، چې له امریکا سره هر راز هوکړه باید په لبنان کې د اوربند ټینګښت هم راونغاړي.
اسرائیلو په مارچ کې پر لبنان خپل پوځي عملیات پیل کړل او څرګندوي، چې موخه یې د ایران ملاتړو حزبالله ځواکونو پر ضد مبارزه ده.
د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف ویلي، چې د امریکا پوځي اډې او د اسرائیلو ګټې، د دښمنانه هڅو له کبله، د ایران مشروع هدفونه ګڼل کېږي.
له خبرو سره – سره کړکېچ هم روان دی
ټرمپ څو ځله ویلي، چې واشنګټن او تهران د جګړې د پای ته رسولو یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.
هغه له انبيسي شبکې سره په مرکه کې ویلي: «یا مونږ هوکړې ته ډېر نږدې یوو او یا به له سخت غبرګون سره مخ شي.»
اسرائیل او حزبالله هم پر یو بل بریدونه روان ساتلي دي.
حزبالله ویلي، چې تر هغې به خپلې وسلې پر ځمکه نهږدي، چې اسرائیلو خپل بریدونه نهوي درولي او له لبنان څخه نهوي وتلی.
په همدې حال کې د جګړې د پای ته رسولو، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د بندیزونو د لرې کولو په اړه د امریکا او ایران خبرې روانې دي.
ایران د بندیزونو لغوه کېدل، د کنګل شویو شتمنیو آزادول او په هرمز تنګي کې د خپل رول پر رسمیت پېژندل غواړي. په داسې حال کې، چې امریکا ټینګار کوي هره هوکړه باید ایران د اټومي وسلې له ترلاسه کولو راوګرځوي.
وروستي کړکېچونه ښيي، چې د خبرو اترو له پرمختګ سره – سره پوځي نښتې اوس هم د تهران او واشنګټن ترمنځ د وروستۍ هوکړې د ترلاسه کېدا پر وړاندې له سترو خنډونو څخه ګڼل کېږي.
سیمه ییز خبرونه
د ایران او امریکا کړکېچ بیا پراخ شو؛ نوي بریدونه او د خبرو اترو ټکنی حالت
د کویټ چارواکو ویلي، چې ایران ته منسوب د راکټي او بېپیلوټه الوتکې د برید له کبله د کویټ نړیوال هوايي ډګر یوه برخه زیانمنه شوې او الوتنې تر بلې خبرتیا درول شوې دي.
د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو په ټکني حالت کې د فارس خلیج پوځي کړکېچ یو ځل بیا پراخ شو؛ د نښتو د پراخېدا اندېښنې یې زیاتې او د تېلو نړیوالې بیې یې لوړې کړې دي.
د کویټ چارواکو ویلي، چې ایران ته منسوب د راکټي او بېپیلوټه الوتکې د برید له کبله د کویټ نړیوال هوايي ډګر یوه برخه زیانمنه شوې او الوتنې تر بلې خبرتیا درول شوې دي.
د رسمي سرچینو د څرګندونو له مخې، دې برید د لومړي ټرمینل تاسیساتو ته زیان رسولی او یو شمېر کسان په کې ټپیان شوي هم دي.
د بحرین پوځ هم د درې راکټونو او څو بېپیلوټه الوتکو له شنډولو خبر ورکړی دی.
بلخوا د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سینټکام) ویلي، چې د ایران لهخوا توغول شوي ځینې راکټونه هدف ته له رسېدو مخکې لوېدلي یا له منځه وړل شوي دي.
دغه راز سینټکام ویلي؛ امریکايي ځواکونو هغه څو ایراني بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې، چې په سیمه کې د ملکي بېړیو او امریکايي مورچلو پر لور روانې وې.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، امریکا د ایران له بریدونو وروسته د هرمز تنګي ته نږدې د قشم ټاپو ځینې مورچلې پر نښه کړې دي.
په مقابل کې د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې سپاه پاسداران په بحرین کې د امریکا د پېنځمې سمندري بېړۍ مرکز او ځینې نور پوځي هدفونه پر نښه کړي دي.
سپاه ویلي، دا بریدونه د قشم ټاپو په سویل کې د مخابراتي تاسیساتو پر وړاندې د امریکا د اقدام په ځواب کې شوي دي.
دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې تېره اوونۍ ایران او امریکا د جګړې د درولو لپاره د یوې لومړنۍ هوکړې له ترلاسه کېدو خبر ورکړی و؛ خو دغه هوکړه اوس هم نهده وروستۍ شوې او نه لاسلیک شوې ده.
ایراني رسنۍ وایي، چې په وروستیو ورځو کې د دواړو لوریو مستقیمې اړیکې درېدلې دي؛ خو ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی، چې خبرې اترې اوس هم روانې دي.
د اختلاف له مهمو موضوعاتو یو هم د ایران اټومي پروګرام دی.
امریکا وایي؛ موخه یې دا ده، چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نهکړي؛ خو تهران ټینګار کوي، چې اټومي پروګرام یې یوازې ملکي او سولهییزې موخې لري.
ایران په خبرو اترو کې د تېلو له عوایدو څخه میلیارډونو ډالرو ته د لاسرسی، د تېلو پر صادراتو د محدودیتونو د کمېدو، پر بندرونو د فشارونو لرې کېدو او پر هرمز تنګي د خپل نفوذ د ساتلو غوښتنه کړې ده.
هرمز هغه سټراټیژیکه لاره ده، چې د نړۍ د تېلو او ګازو د صادراتو لویه برخه ترې تېرېږي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، واشنګټن به یوازې هغه وخت د بندیزونو له کمولو سره هوکړه وکړي، چې ایران خپل اټومي فعالیتونه ودروي.
هغه دا ادعا هم کړې، چې جګړه پای ته رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پر لبنان بریدونه روان دي. لبناني سرچینې وایي، چې اسرائیل د امریکا پر منځګړیتوب پر اعلان شوي نسبي اوربند سربېره د لبنان سوېلي سیمې تر بریدونو لاندې راوستې دي. یونیسف هم خبرداری ورکړی، چې د نښتو پراخېدل او د لېږد رالېږد ګډوډي زیانمنو هېوادونو ته د بشري مرستو د رسولو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
-
تازه خبرونه2 days agoایران روان کال له افغانستان څخه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه ترلاسه کړي – فارس خبري آژانس
-
تازه خبرونه1 day agoله افغانستان څخه د امریکا د وتلو ارزونه مخ پر بشپړېدو ده – هګسټ
-
سوداگري1 day agoد افغانستان سوداګریز بانکونه د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پروژې مالي لګښت برابروي
-
تازه خبرونه1 day agoپه ریاض کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د خلیج همکارۍ شورا له سرمنشي سره ولیدل
-
تازه خبرونه2 days agoیوناما په هرات کې د ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړه
-
تازه خبرونه2 days agoاروپايي ټولنې « نیکولای بیلومو» د افغانستان لپاره خپل نوي شارژډافیر ټاکلی
-
تحول3 days agoتحول: افغانستان ته د مرستو د لېږد پر بهیر د منځني ختیځ د کړکېچ اغېز
-
تازه خبرونه2 days agoد شریعت پلي کول د دیني علومو له بیا راژوندي کېدا سره شوني دي – شیخ هبةالله آخوندزاده
