تازه خبرونه
پاکستان په خوست او پکتیکا کې ملکي او پوځي تاسیساتو ته زیان رسول رد کړل
د پاکستان بهرنیو جارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ نن پنجشنبه ( د وري دوهیمه ) رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په خوست او پکتیکا کې د پاکستان په وروستیو هوایي بریدونو کې ملکي خلک او د افغانستان پوځ تاسیسات او غړي ویشتل شوي ندي.
هغې زیاته کړې، چې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی لري.
زهرا بلوچ دا هم څرګنده کړې؛ اسلامآباد غواړي له کابل سره د هغو ډلو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي، چې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي.
له بل لوري د پاکستان دفاع وزیر ګواښ کړی، چې که د افغانستان اوسني واکمن د تحریک طالبان پاکستان پر ضد فعالیت ونکړي او مخه یې ونهنیسي؛ دوی به د پاکستان له لارې له هند سره د افغانستان سوداګریزه لار وتړي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وایي: که افغان طالبان (سلامي امارت) له مونږ سره د دښمن په څېر چلند روان وساتي بیا؛ نو ولې مونږ هغوی ته سوداګریز دهلیز ورکړو؟! ځکه دلته ترهګرۍ ډېره وده کړې ده. که د افغانستان طالبان (امارت سلامي) د هغې ډلې، چې په افغانستان کې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي؛ مخه ونهنیسي مونږ به د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان سوداګریزه لار وتړو.
دغه راز د پاکستان د بلوچستان ایالت پخواني وزیر خبرداری ورکړی، چې که پر پاکستان بل برید وشي؛ پاکستاني پوځیان به پر افغانستان برید وکړي.
جان اڅکزي په ایکس پاڼه کې ټینګار کړی؛ افغانستان ته مو دمخه خبرداری ورکړی، چې که وسلهډوال له افغانستان څخه بریدونه روان وساتي؛ نو افغانستان ته له ننوتلو پرته بله چاره نهویني او پاکستان به د واخان دهلیز له لارې له منځنۍ اسیا سره ونښلوي.
دا په دایې حال کې ده، چې اسلامي امارت ویلي؛ د پاکستان هر اقدام به ورته غبرګون ولري او افغانستان چمتو دی، چې د پاکستان د ګواښونو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي.
د افغانستان د وسلهوال پوځ د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق ويلي، هیڅوک افغانان نشي ګواښلی او دوی چمتو دي، چې له خلکو او هېواد څخه دفاع وکړي.
د کابل او اسلاماباد ترمنځ کړکېچ له هغې وروسته زیات شو، چې پاکستان د دوشنبې پر سهار ( د کب اتهویشتمه ) د خوست او پکتیکا ولایتونو په ځینو برخو کې هوايي بریدونه وکړل، چې د پنځو ښځو او درې ماشومانو په ګډون اته کسان ووژل شول.
د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د دغه هوايي برید په غبرګون کې د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو له پاکستان سره فرضي کرښې ته نږدې د پاکستاني پوځ سرحدي پوستې پر درندو وسلو وویشتې او مر او ژوبله یې وروادوله.