تازه خبرونه

پاکستان یو ځل بیا د یو اعشاریه درې میلیون افغان کډوالو پاتې کېدا وغځوله

Published

on

د پاکستان د لنډمهالي حکومت کابینې د شاوخوا یو اعشاریه درې میلیون افغان کډوالو د اوسېدو وخت د ۲۰۲۴ ز.کال تر مارچ پورې غځولی دی.

د پاکستان د جي این این ټلویزیون د راپور له مخې؛ اسلام‌آباد د افغان حکومت په غوښتنه پرېکړه وکړه، چې د افغان کډوالو د استوګنې کارتونه تمدید کړي.

د ۲۰۲۳ ز.کال د اکتوبر په لومړیو کې پاکستان ټولو بې اسنادو او ناقانونه کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې د وتلو ضرب الاجل اعلان کړ او ورسره دا ګواښ هم وشو، چې که ونه‌وځي وبه نیول شي او بیا به خپل هېواد ته شړل کېږي.

د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې؛ تر دې دمه له پاکستان څخه څه باندې ۵۰۰ زره افغانان جبري خپل هېواد ته ستانه شوي او دا لړۍ روانه ده.

Trending

Exit mobile version