نړۍ
پاکستان ۱۸ میټریک ټنه نیول شوي نشه يي توکي وسوځول
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان د مخدره توکو ضد ځواک د چارشنبې پر ورځ (د نومبر ۲۴) د اسلام آباد په یوه څنډه کې ۱۸ مټریک ټنه نشه یي توکي، چې ارزښت یې ۱.۳ میلیارډ امریکایي ډالره و؛ وسوځول.
د نشه يي توکو د سوځولو په دې مراسمو کې د پاکستان د ملي پوليسو عمومي مشر تورن جنرال غلام شبير ناريجو ويلي، چې سږ کال ١٨٤ مټريک ټنه نشه يي توکي کشف او نيول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په نيول شويو نشه يي توکو کې چرس، ترياک، هيروئين، امفيټامين، ميټ امفيټامين، کيټامين، کوکاين، زاناکس، اکسټازي، الپرازولام، روشه او په ډېره کچه نور نشه يي او منع شوي کيمياوي توکي هم شامل دي.
د راپور له مخې، پاکستان ته د لویديځ ګاونډ افغانستان له لارې، چې په نړۍ کې د هيروئينو او چرسو ستر توليدوونکى هېواد دى؛ نشه یي توکي قاچاق کیږي.
نوموړي د ټولنې له ټولو برخو وغوښتل، چې د نشه يي توکو په وړاندې مبارزه کې ونډه واخلي.
د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.