تازه خبرونه

پاکستان د افغانستان د سولې په اړه همکاریو ته لیواله دی- عمران خان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پاکستان لومړي وزیر په اسلام آباد کې یوې ناستې ته ویلي، چې هېواد یې د هر هېواد په پرتله د افغانستان د سولې په بهیر کې همکاریو ته لیوالتیا لري.

د پاکستان لومړی وزیر ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د امریکا د سیاستونو د ناکامۍ پړه باید پر پاکستان وانه چول شي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي: که د نړې یو هېواد په افغانستان کې د سولې غوښتونکې وي؛ هغه پاکستان دی. که افغانستان بې ثباته وې تر ټولو ډير زیان یی پاکستان ته رسیږي. د افغانستان د ګډوډیو پړه پر پاکستان وراچول بې انصافې ده. دا کار د دې لپاره کیږي، چې د امریکا خلک احمق وګڼل شي.

ټاکل شوې ولسمشر غني د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه د چنګاښ پر شپږمه دغه هېواد ته سفر و کړي. د دغه سفر په لړ کې به د دواړو هېوادنو ترمنځ د ډاډمنتیا پر رامنځته کولو، د پاکستان لخوا پر وسلوالو طالبانو د فشارونو اچولو او د دغه هېواد لخوا د طالبانو پر اړ ویستلو، چې له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي؛ بحث او خبرې تر سره شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ پاکستان ته د اشرف غني د سفر اجندا نه په ډاګه کوي؛ خو سرچینې وایي، ولسمشر غني به پر څلور اړینو برخو، چې یوه یې له پوځي او سیاسي چارواکو سره د سولې خبرې اترې دي بحث وکړي.

د طالبانو پخوانی چارواکی سید اکبر آغا وایي؛ زه فکر نه کوم، چې طالبان دې له اشرف غني سره ناسته تر سره کړي. طالبان دا وایي، چې مونږ د حکومتي سړي سره د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې نه کوو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تر هغې، چې له امریکایانو سره د بهرنیو پوځیانو د وتو خبره سپینه شوي نه وي، له حکومتي چارواکو سره طالبان خبرې نکوي.         

داسې باورونه هم شته، چې پاکستان تر اوسه هم د افغانستان په وړاندې خپلې تګلارې ته بدلون ندی ورکړی او اوس هم د سولې په بهیر کې همکاریو ته رښتنی ندی.

په ولسي جرګه کې د کابل استازې شینکۍ کروخېل وایي، چې طالبان د پاکستان له سیاستونو اغېزمن شوي. که دغه حکومت د سولې په اړه رښتیني ګامونه پورته کړي؛ کیدی شي، چې د افغانستان د سولې بهیر ته ګټه ورسوي.    

دا په داسې حال کې ده، چې زلمي خلیلزاد پاکستان ته د خپل اووم سفر په لړ کې د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان هڅې وستایلې، ولسمشر غني هم د ۹۰۰ وسلوالو طالب بندیانو د خوشي کیدو امر وکړ او حکومتي سرچینو هم په ډاګه کړې، چې دوی له یو شمېر طالب رهبرانو سره پټې اړیکې لري.

Trending

Exit mobile version