تازه خبرونه

پخواني مداخله‌ګر دې نن د افغانستان د آزادۍ شعار نه‌ورکوي – نورالله نوري

په دې غونډه کې د سرپل او سمنګان ولایتونو والیانو، سیمه‌ییز مسوولانو، دیني عالمانو او یو شمېر ځایي اوسېدونکو ګډون کړي و.

Published

on

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري د سرپل ولایت په کوهستاناتو سیمه کې د «وحدت او همغږۍ له خلکو سره» ترسرلیک لاندې یوې ولسي غونډې ته ویلي؛ پخواني مداخله‌ګر دې نن د افغانستان د آزادۍ شعار نهورکوي.

په دې غونډه کې د سرپل او سمنګان ولایتونو والیانو، سیمه‌ییز مسوولانو، دیني عالمانو او یو شمېر ځایي اوسېدونکو ګډون کړي و.

نوري د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي، چې په اسلامي نظام کې د افغانانو عقیده، تاریخ، خپلواکي او ارزښتونه خوندي دي.

هغه زیاته کړې: «هغه کسان، چې د تېر شل کلن بهیر پر مهال یې د خپلو ناسمو موخو لپاره افغانان آزمایلي؛ نور دې د خپلواک افغانستان شعار نه‌ورکوي.»

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان خلک پر زور له اسلامي امارت سره ولاړ نه‌دي، بلکې د عقیدې، فکر، کلتور او سیاست له مخې له اسلامي نظام څخه ملاتړ کوي.

په دې غونډه کې ګډونوالو هم د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د ملي یووالي د ټینګښت غوښتنه کړې او څرګندوي، چې اوسنی نظام په خلکو کې داخلي مشروعیت لري.

هغه زیاته کړې، د اسلامي نظام پر وړاندې دسیسې د خلکو له لوري نه‌منل کېږي.

ګډونوالو همداراز ټینګار کړی، چې د یووالي او همغږۍ پر بنسټ به د شته نظام ساتنه کوي او اجازه به ورنه‌کړي، چې د هېواد امنیت ګډوډ شي یا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وشي.

Trending

Exit mobile version