تازه خبرونه
پر اشرف غني د اختلاس لګېدلي تورونه څېرل کیږي – سیګار
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) جان سپکو پرون چارشنبه د تلې ۱۴ د کانګرس ځانګړې ناستې ته څرګنده کړې؛ دا بنسټ د هغو ادعاوو په اړه څېړنې کوي، چې ګواکې اشرف غني میلیونونه ډالر له ځان سره وړي دي.
د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني د زمري پر ۲۴ / د اګست پر ۱۵ له هېواده په داسې حال کې تېښته کړې، چې د راپورونو له مخې یې له ځان سره میلیونونه ډالر ولېږدول، چې بیا څو ورځې وروسته اشرف غني دغه تورونه رد کړل.
جان سپکو د استازیو جرګې ته څرګنده کړې: مونږ تر دې دمه دا تورونه نده ثابت کړي. مونږ یې په لټه کې یو او د حکومت د څارنې او اصلاحاتو کمېټې له مونږ غوښتي، چې دا موضوع وڅېړو.
نوموړي د یادې جرګې د بهرنیو چارو کمېټې غونډې ته ویلي، چې په افغانستان کې د پراخ فساد له کبله د امریکا د پروژو ناکامي باید د اندیښنې وړ نه وي.
هغه زیاته کړې: فساد دومره پراخ و، چې په پای کې یې د افغانستان امنیتي او رغنیز ماموریت هم له ګواښ سره مخ کړ.
د افغانستان په چارو کې د ډیموکراتانو استازي خوکین کاسټرو په دې اړه ویلي: مونږ کولی شو د جګړې په نورو برخو کې زدشوي درسونه وکاروو.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا کانګرس له دې هېواده د امریکايي ځواکونو، بهرنیانو او د هغوی د افغان متحدینو وتل له نږدې څارلي دي.