تازه خبرونه
پر افغانستان برید به امریکا ته ویجاړوونکی پایلې ولري – روسیه
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان داسې وګواښه: که دا هېواد امریکا ته د بګرام هوایي اډه بېرته ونهسپاري؛ نو له بدې پایلې سره به مخ شي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، ریا نووستي ته ویلي؛ دا شونتیا ډېره ده، چې امریکا پر افغانستان برید ونکړي، ځکه پایلې به یې د واشنګټن لپاره “ویجاړونکې” وي.
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان داسې وګواښه: که دا هېواد امریکا ته د بګرام هوایي اډه بېرته ونهسپاري؛ نو له بدې پایلې سره به مخ شي.
له هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا امریکا به د برید پرېکړه وکړي؛ کابلوف ویلي: “زه فکر نهکوم. دا د ګرینلینډ او کاناډا په اړه شخړو ته ورته موضوع ده. پایلې به یې د امریکا لپاره ویجاړوونکې او افغانان هم له جګړې سره نااشنا ندي.”
د ټرمپ د ګواښ په ځواب کې اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا تر بل هر څه اړینه ده.
اسلامي امارت له امریکا څخه غوښتي، چې د “تېرو ناکامو تجربو” د تکرار پر ځای دې د واقعیت او عقلانیت پر بنسټ حل لار غوره کړي.
