تازه خبرونه
پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو درېیمه کلیزه په بګرام کې ونمانځل شوه
حنفي وایي: د تلپاتي ثبات او امنيت د ټينګښت لپاره بايد بشپړې هلې ځلې وشي او د افغانانو ترمنځ يووالى ټينګ شي. د افغانستان د اسلامي امارت ټول کارکوونکي دې د قومي، ژبني او سمتي دښمنیو د له منځه وړلو لپاره په خپل ټول وس خپلې هلې ځلې ترسره کړي.
د زمري څلیریشتمه؛ د اسلامي امارت د بیا واکنېدو او د امریکایي ځواکونو د وتلو درېیمه کلیزه د پروان ولایت په بګرام هوایي اډه کې پر ځانګړو مراسمو ونمانځل شوه.
په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي ويلي؛ اوس د حکومتي چارواکو دنده ده، چې د ورورولۍ د پياوړتيا لپاره قومي او مذهبي تعصب له منځه يوسي.
عبدالسلام حنفي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د نورو په چارو کې د مداخلې اراده نلري؛ په دې شرط، چې نور هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.
حنفي وایي: د تلپاتي ثبات او امنيت د ټينګښت لپاره بايد بشپړې هلې ځلې وشي او د افغانانو ترمنځ يووالى ټينګ شي. د افغانستان د اسلامي امارت ټول کارکوونکي دې د قومي، ژبني او سمتي دښمنیو د له منځه وړلو لپاره په خپل ټول وس خپلې هلې ځلې ترسره کړي.
په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير یو ځل بيا له افغانستان سره د نړۍ د تعامل پر پراختيا ټينګار وکړ.
مولوي عبدالکبير له هېوادونو وغوښتل، چې افغانستان د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو له سيالۍ لرې وساتي او د افغانستان ملي حاکميت او ځمکني بشپړتيا ته درناوى وکړي.
هغه ویلي: اسلامي امارت هڅه کوي، چې افغانستان له سیمهییزو او نړیوالو سیالیو لرې کړي. مونږ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو.
نوموړي دغه راز د پخواني جمهوري نظام له چارواکو او له هېواده بهر له سیاسي شخصیتونو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شي او د هېواد په پرمختګ کې رغنده ونډه واخلي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا له ماتې وروسته اسلامي امارت د محاسبې په لټه کې ندی او نړۍ لکه څنګه، چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې یې ګډون کړی؛ اوس یې باید په ودانۍ کې هم برخه واخلي.
سراج الدین حقاني له نړۍ وغوښتل، چې له افغانستان سره اړیکې ونیسي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیر خان متقي د کابل په غازي لوبغالي کې د دې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي، چې څنګه اسلامي امارت د زمري څلیریشتمه نمانځي داسې د زمري اتهویشتمه او د غویی اتمه هم نمانځي او درې واړه د درناوي ورځې دي.
امیر خان متقي زیاته کړې، چې دا بریاوې او ویاړنې د ټول افغان ولس ګډ ویاړ دی.
دا دوهیم ځل دی، چې د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو کلیزه د بګرام په پوځي اډه کې له ویاړه ډکه نمانځي.