تازه خبرونه

پر امرالله صالح چاودنې ۱۰ کسان وژلي او له ۱۵ ډېر ټپیان دي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۹, ۱۳۹۹)

د ولسمشر د لومړی مرستیال امرالله صالح د موترو پر کاروان چاودیدونکي برید لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي او له ۱۵ ډېر نور ټپیان دي.

برید نن سهار د کابل ښار په تایمني کې هغه مهال تر سره شوی، چې امرالله صالح د تېریدو په حال کې و.

نوموړي ویلي، چې په دې پېښه کې یې لاس لږ څه ټپي دی او یو شمېر ساتونکي یې هم ژوبل شوي.

د پېښې یو لیدونکي خادم حسین ویلي: په دې پېښه کې مو ۵۰ کسان ټپیان او۱۲ نور وژل شوي دي.

له برید یو ساعت وروسته، امرالله صالح په یو ویدیوي پیغام کې له خپلې روغتیا خلک ډاډه کړل؛ خو وایي، چې یو شمېر ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

یو شمېر سیاستوالو دغه برید غندلی دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح دا هم ویلي: زه له ټولو هغو کسانو بښنه غواړم، چې زما له کبله زیانمن شوي؛ خو مبارزه به مو روانه وي.

په پېښه کې یو شمېر ملکي وګړي هم ټپیان شوي او د پېښې ځای ته نږدې ډېر کورونه زیانمن شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د چاودنې بڼه په کراچۍ کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي ګڼي او وایي، چې په دې پېښه کې لس کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

په سیمه کې له چاودنې وروسته د ګازو یو شمېر بالونونو هم اور واخیست او وچاودیدل، چې د پېښې مالي او ځاني زیانونه یې ډېر کړي دي.

طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي دي.

ولسمشر غنی د برید غندنه کړې او وایي، چې د سولې، جمهوری دولت او روښانه راتلونکې د دفاع لپاره به د خلکو هوډ دغه  راز بریدونه  کمزوری نکړي.

اروپایي ټولنه دغه برید د سولې د دښمنانو کاربولي او د پخلاینې عالي شورا رییس ویلي، چې دا د دښمن کمزورتیا ښیي.

Trending

Exit mobile version