تازه خبرونه

پر اوربند د خبرو اترو پړاو ندي رارسیدلي – طالبان

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۲, ۱۳۹۹)

طالبانو ویلي، چې په دوحه کې د سولې روانې خبرې داسې یو پړاو ته ندي رسیدلي، چې پر اوربند خبرې وشي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، داکتر نعیم وردګ ګلف تایمز ته په مرکه کې ویلي؛ اوربند په افغانستان کې  ډېر ارزښت لري، خو مونږ تر دې دمه دې پړاو ته رسیدلي نه یو. ان د خبرو اترو پر لوري لومړي ګامونه هم ندي پورته شوي.

هغه زیاته کړې، چې د خبرو دواړو لوریو تر دې دمه رسمي خبرې ندي پیل کړي. مونږ د اوربند پړاو  ته نه يو رسیدلي. مونږ اوس د خبرو پر بهیر بحث کوو.

نعیم وردګ څرګنده کړې؛ مونږ تر دې دمه پر هغو مسلو بحث ندی کړی، چې خنډونه رامنځته کوي. زه هیله من یم، چې په خبرو کې پرمختګ وکړو.

په تېرو دوه میاشتو کې د تاوتریخوالي د چټک زیاتوالي او په هلمند کې د روانو بریدونو په اړه د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند ویلي، چې دا طالبان سولې او پخلاینې ته ژمن او رښتیني دي. مونږ له امریکا سره ۱۸ میاشتې خبرې وکړې او یوې پایلې ته ورسیدو. موږ به په هېواد کې د سولې د خوندي کولو لپاره  هره لار وکاروو؛ مونږ پرمختګ ته هیله من یو.

نعیم وردګ د ښځو د حقونو او فقهې په اړه، چې ټاکل شوې په خپلمنځي خبرو اترو کې پرې خبرې وشي ویلي: مونږ تر دې دمه د خبرو اترو اجنډا نده ځانګړې کړې. یو ځل، چې اجندا ځانګړې شي؛ بیا کولی شو، د خبرو اترو د مسلو په اړه وغږیږو.

نوموړي زیاته کړې؛ مونږ وخت لرو او بیا هم ټینګار کوو، چې زموږ پالیسي د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله نده. همدارنګه مونږ له نورو هېوادونو هم تمه لرو، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونکړي.

نعیم وردګ په ډاګه کړې؛ طالبان هیله من دي، چې د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو وروسته هم د دوحې هوکړه پخپل ځای پاتې شي.

هغه زیاته کړې: مونږ له یوه کس سره نه، بلکې د امریکا له دولت سره په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو لپاره هوکړې ته رسیدلي یو. مونږ فکر کوو، چې امریکا د همدې هوکړې له مخې له افغانستان څخه د وتلو په لټه کې ده. دوی تړون د خپلو خلکو او خپل هېواد د د ؛ټو لپاره لاسلیک کړی. مونږ هیله لرو، چې ټول امریکایي سیاسي مشران به د سولې د راوستو د تړون پر ارزښت پوه شي او هیڅ شی بدل نشي.

Trending

Exit mobile version