نړۍ

پر اوکراین د روسیې جګړه بې  پلانه روانه ده

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د یکشنبې پر ورځ ( غویی ۲۵) ادعا کړې، چې په اوکراین کې د روسیې جګړه بې پلانه روانه ده.

د ناټو عمومي منشي ادعا کړې، چې پر اوکراین د روسیې برید ناکام شوی او د دونباس په اړوند سیمه کې یې عملیات ځنډول شوي دي.

سټولټنبرګ خبریالانو ته ویلي، په اوکراین کې د روسیې جګړه له پلان سره سمه نده روانه. دوی د کیف په نیولو کې پاتې راغلي او له خارکوف څخه یې شاتګ کړی او په دونباس کې د دوی بریدونه درېدلي دي.

د ناټو عمومي منشي په داسې حال کې ادعا کوي، چې د روسیې دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف څو ساعته مخکې ویلي؛ د روسیې د پوځ عملیاتي تاکتیکي الوتکو د اوکراین د پوځ د ځواکونو او پوځي تجهیزاتو ۳۲ سیمې په نښه کړې دي.

کوناشینکوف زیاته کړې: د اوکراین اس – ۳۰۰ دوه توغندي ویشتونکي او په درېیمه سیمه کې د رادار پوسته ویجاړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیې په اوکراین کې خپل پیل شوي عملیات ځانګړي نومولي او دغه عملیات د بېلتونپالو پر ملاتړ له روسیې دفاع بولي.

Trending

Exit mobile version