نړۍ
پر اوکراین د روسیې د برید په صورت کې به ځواکونه وانستوو – د ناټو عمومي منشي
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د یکشنبې پر ورځ – د سلواغې ۱۰ – ویلي، که روسیه پر اوکراین برید هم وکړي؛ ناټو یې پر وړاندې د سرتېرو د لېږلو پلان نلري؛ ځکه، چې دا هېواد د ناټو غړیتوب نلري.
هغه بي بي سي ته څرګنده کړې؛ مونږ اوکراین ته د ناټو پوځیانو د لېږلو کوم پلان نلرو. زموږ تمرکز د ملاتړ په برابرولو دی.
سټولټنبرګ وایي: په دې کې شک نشته، چې د ناټو د غړیتوب او د اوکراین په څېر د یوه ځواکمن او ډېر ارزښتناک شریک ترمنځ توپیر شته.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له دې مخکې ویلي وه، چې روسیه غواړي د اوکراین پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي.
هغه زیاته کړې، چې کیدای شي پر اوکراین سایبري برید یا کودتا وشي؛ خو لویدیځ باید دغه راز پېښو ته چمتووالی ولري.
سټولټنبرګ د زرګونه روسي پوځیانو، الوتکو او اس – ۴۰۰ وسلو سیسټمونو ځای پرځای کولو ته په نغوته کې ویلي: د ناټو په استازیتوب، مونږ چمتو یو، چې په سیاسي خبرو اترو کې برخه واخلو، خو که روسیه وسلواله مقابله غوره کړي؛ مونږ چمتو یو، چې ځواب ووایو. په هر حال نیت نلرو، چې په اوکراین کې د جګړې لپاره سرتېري ځای پرځای کړو.