سیمه ییز خبرونه
پر ایران یرغل د زغملو ندی او پر وړاندې به یې چوپ هم پاتې نشي – مسعود پزشکیان
د ایران د دولتي خبري سرچینې (ایرنا) د راپور له مخې؛ پزشکیان پر غزه د اسرائیلو پر بریدونو نیوکه وکړې او څرګندوي، چې د ایران حکومت له جګړې ډډه کول د نړۍ د سولې او امنیت د ټینګښت هڅه بولي؛ خو د نړیوالو تړونونو په چوکاټ کې به هیڅکله پخپلو ګټو او امنیت د تېري پر وړاندې چوپه خوله پاتې نشي.
د چارشنبې پر ورځ ( د زمري اووهلسمه) د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې ایران به د تېري پر وړاندې چوپه خوله پاتې نشي.
مکرون او پزشکیان دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې په تهران کې د حماس ډلې د سیاسي مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو په اړه اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.
د ایران د دولتي خبري سرچینې (ایرنا) د راپور له مخې؛ پزشکیان پر غزه د اسرائیلو پر بریدونو نیوکه وکړې او څرګندوي، چې د ایران حکومت له جګړې ډډه کول د نړۍ د سولې او امنیت د ټینګښت هڅه بولي؛ خو د نړیوالو تړونونو په چوکاټ کې به هیڅکله پخپلو ګټو او امنیت د تېري پر وړاندې چوپه خوله پاتې نشي.
د ایران ولسمشر ویلي: که امریکا او لویدیځ هېوادونه په رښتیا هم غواړی په سیمه کې د جنګ او ناامنۍ مخه ونیسی؛ نو د دې ادعا د ثابتولو لپاره باید سمدستی د وسلو خرڅول او د اسرائیلو ملاتړ بند کړي او اسرائیل اړ کړي، چې په غزه کې نسلي وژنه ودروي او اوربند ومنئ.
دغه راز د اسلامي همکاریو ټولنې د چارشنبې پر ورځ د ایران په غوښتنه په سعودي عربستان کې د اسماعیل هنیه د وژنې په اړه بېړنۍ غونډه وکړه.
اسماعیل هنیه، چې د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته تللی و. نوموړی د چارشنبې پر سهار (د زمري لسمه) په تهران کې د لوړې له مراسمو وروسته استوګنځي ته نږدې ووژل شو.
ایران او په سیمه کې یې متحدې ډلې اسرائیل د هنیه پر وژلو تورنوي؛ خو اسرائیلو تر اوسه د هنیه د وژلو مسوولیت ندی منلی.
همدارنګه د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې امریکا په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي لپاره شپه او ورځ کار کوي.
دې امريکايي ډيپلومات پر اسرائيلو او حماس دواړو غږ کړی، چې د اوربند له لارې د تاوتريخوالي روان پړاو ودروي.
بلينکن په غزه کې د اسرائيلو او حماس ډلې تر منځ جګړې ته په نغوته کې ویلي، چې له شاوخوا لس مياشتو راپدېخوا روانه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې په غزه کې د اوربند هوکړه هم د تاوتریخوالي د درولو لپاره اړین دی.
د بلینکن د څرګندونو له مخې، اوربند به نه یوازې په غزه کې د یوې تلپاتې سولې امکان اسانه کړي، بلکې په نورو سیمو کې به هم د تاو تریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر هم د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې امریکا له ټولو هېوادونو سره د ډیپلوماسۍ له لارې کار کوي او ایران ته وایي، چې په منځني ختیځ کې د شخړې پراخیدل د تهران پر ګټه ندي.
په منځني ختیځ کې د تاو تریخوالي زیاتوالي د نړۍ ډېري هېوادونه په ځانګړي توګه لویدیځ هېوادونه دې ته اړ کړي، چې په لبنان او اسرائیلو کې میشتو خپلو اتباعو ته د سمدستي وتلو سپارښتنه وکړي.
