تازه خبرونه

پر توشیح شويو تقنيني اسنادو نیوکه کوونکی له شرعي چلند سره مخ ‌کېږي

د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛د اسلامي امارت ټول ادارات  اړ دي، چې: د تقنيني سند د ابتدايي مسودې د تسويد لپاره د علماوو، متخصصينو او په دې برخه کې د تجربه لرونکیو مسلکي کارمندانو کمېټه جوړه او توظيف کړي.

Published

on

د اسلامي امارت د رهبر هبة‌الله اخوندزاده د فرمان له مخې د اسلامي امارت اړوند هره اداره اړه ده، چې د شريعت له اصولو سره سم خپل تقنيني اسناد تسويد کړي؛ ځکه، چې نیوکه کوونکي به پرې له شرعي چلند سره مخ شي.

د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛د اسلامي امارت ټول ادارات  اړ دي، چې: د تقنيني سند د ابتدايي مسودې د تسويد لپاره د علماوو، متخصصينو او په دې برخه کې د تجربه لرونکیو مسلکي کارمندانو کمېټه جوړه او توظيف کړي.

 د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: دا حکم په  ټولو اداراتو کې تعميل شوی دی او د تقنیني سند ابتدایي مسوده له پورتنيو اجراآتو څخه وروسته د شرعي څېړنې، تدقيق او کره کتنې لپاره عدليې وزارت ته لېږل کېږي.  

د عدليې وزارت مکلفيت لري، چې د اړوندې ادارې لخوا د تقنيني سند ابتدایي مسوده د الله تعالی له کتاب، د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سنتو او د حنفي فقهې له معتبرو کتابونو څخه تخريج کړي او په اړه یې بشپړه څېړنه او تدقيق ترسره کړي.

د عدلیې وزارت دا هم څرګنده کړې، چې د دې کار لپاره په دې وزارت کې د علماء کرامو، مفتيانو او شيوخو کمېټې جوړې او په دې برخه کې کار او څېړنې کوي او هر تقنيني سند لپاره  د الله تعالی له کتاب، د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سنتو او د حنفي فقهې له معتبرو کتابونو څخه تخريج شوی او هرې مادې لپاره په پایڅوړ کې د حوالې ذکر شوی دی.

عدلیې وزارت ټیګار کړی، چې قوانين او نور تقنيني اسناد سل سلنه شرعي دي.

که څوک وروسته له دې په رسنيو او يا په نورو مجالسو کې د اسلامي امارت د تقنیني سندونو مخالفت کوي او پر هغو باندې د تخریب په موخه او یا هم د عناد په اساس نیوکه کوي؛ نو له شرعي چلند سره مخ‌کېږي او محکمو ته به وروپېژندل شي.

ویل کیږي که د قوانينو پر کومه ماده په سمه توګه د چا پوهه حاصله شوې نه‌وي او وضاحت غواړي یا د اصلاح لپاره کوم ملاحظات ولري؛ د عدليې وزارت دروازې د هغوی پر مخ خلاصې دي او کولی شي، چې عدليې وزارت ته مراجعه وکړي.

Trending

Exit mobile version