نړۍ
پر غزه د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شول
په غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو له ۳۹۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي؛ د سیمه ییزو روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې، د جنګیالیو او غیر جنګیالیو ترمنځ توپیر نهکوي.
د فلسطین روغتیايي چارواکو ويلي؛ د شنبې پر ورځ په غزه تړانګه کې پر یوه ښوونځي د اسرائیلي الوتکو له بریده لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل شول.
اسرائيلي پوځ ويلي، چې د حماس پر روزنيز مرکز يې بريد کړی دی.
د حماس د دولتي رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې د دیر البلح ښار په مرکز کې پر یوه ښوونځي له دغه بریده کې ماشومان او اته ښځې وژل شوې دي.
د راپورونو له مخې په دغه برید کې له ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان دي.
اسرائیلو ويلي؛ حماس په ګڼ مېشتو بشري سیمو، ښوونځیو او روغتونونو کې د عملیاتو له لارې د غزې له ملکي وګړو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي، خو حماس یې ردوي.
په غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو له ۳۹۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي؛ د سیمه ییزو روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې، د جنګیالیو او غیر جنګیالیو ترمنځ توپیر نهکوي.
اسرائیلو د غزې په جګړه کې ۳۲۸ سرتېري له لاسه ورکړي دي.
تمه ده، چې د CIA مشر ویلیم برنز به روانه اوونۍ په روم کې له خپلو اسرائیلي او مصري سیالانو او د قطر له صدراعظم سره د غزې د اوربند او د حماس لهخوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړي.