نړۍ
پر ډونالډ ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کې وسلوال برید وشو
پر ټرمپ دا برید د نومبر د ۵ له ټاکنو څخه څه نا څه څلور میاشتې مخکې په داسې حال کې شوی، چې ټرمپ به د بیا ټاکنو په سیالۍ کې د ډیموکراټ ولسمشر جو بایډن سره مخ شي.
ډونلډ ټرمپ د شنبې پر ورځ د چنګاښ درویشتمه د ټاکنیز کمپاین پر مهال د یوه وسلوال په برید کې پر غوږ ټپي او له مرګه بچ شو؛ خو د دې ټاکنیزې غونډې د یوه ګډونوال د وژل کېدو په ګډون دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، دا پېښه د وژنې د یوې هڅې په توګه څېړل کېږي.
۷۸ کلن ټرمپ د خپلې وینا د پیل پر مهال له دې ډزو سره مخ شوی دی.
ټرمپ په پنسلوانیا کې له لګېدو وروسته په خپله ټولنیزه ټروټ پاڼه کې ولیکل: زه په یوه مرمۍ وویشتل شوم؛ د ښي غوږ پورتنۍ برخه یې سورۍ کړې او ډېره وینه وبهیدله.
د برید کوونکي هویت او انګیزه تر دې دمه څرګنده شوې نده؛ خو وژل شوی دی.
مخکښو جمهوري غوښتونکیو او ډیموکراټانو سمدستي دا برید وغانده.
د پنسلوانیا والي جوش شاپیرو ویلي، چې ټرمپ د پنسلوانیا ایالت په بټلر سیمه کې د پولیسو تر څارنې لاندې په خوندي حالت کې دی.
پر ټرمپ دا برید د نومبر د ۵ له ټاکنو څخه څه نا څه څلور میاشتې مخکې په داسې حال کې شوی، چې ټرمپ به د بیا ټاکنو په سیالۍ کې د ډیموکراټ ولسمشر جو بایډن سره مخ شي.
د امریکا ولسمشر بایډن په یوه خبرپاڼه کې ویلي: په امریکا کې د دې ډول تاوتریخوالي لپاره ځای نشته؛ مونږ باید د یوه ملت په توګه متحد شو او دا تاوتریخوالی وغندو.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، چې بایډن له ډزو وروسته له ټرمپ سره خبرې کړې دي.
له ټکزاس څخه جمهوري غوښتونکي روني جکسون فاکس نیوز ته ویلي، چې د هغه وراره هم په دې ټاکنیز کمپاین کې ټپي شوی دی.
دا له ۱۹۸۱ ز. کال راپدیخوا، چې پر جمهوري غوښتونکي ولسمشر رونالډ ریګن وژونکی برید شوی؛
د ولسمشریزو ټاکنو پر نوماند لومړنی برید ګڼل کیږي.
