تازه خبرونه
پنځوس سلنه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري – اروپایی اتحادیه
د بحران مدیریت په چارو کې د اروپايي اتحادیې عالي کمیشنر جینز لنارچیچ ويلي، چې ۵۰ سلنه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري؛ خو د تاوتریخوالي ډېرېدو ورسره د مرستومخه نیولې ده.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ لنارچیچ څرګنده کړې، چې اروپايي ټولنه به په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان بشري پروژو ته ۳۲ میلیون یورو مرسته چمتو کړي.
نوموړي پدې اړه ویلي؛ د تاوتریخوالي او جګړو ډېروالی د بشري مرستو د رسولو لوی خنډ دی. مونږ د سمدستي او هر اړخیز اوربند غوښتوړنکي یو.
په دې وروستیو کې تاوتریخوالي په ځانګړي توګه موخه ییزې وژنې ډېرې شوي او د سولې خبرو اوس هم د پام وړ پایلې ترلاسه کړې ندي.
لنارچیچ له طالبانو او افغان حکومت غوښتي، چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې بشري مرستو ته اجازه ورکړي.
لنار چیچ زیاته کړې، چې ممکن د اروپايي اتحادیې بشري مرستې ډېرې شي، چې په دې مرستو کې د ژینوا کنفرانس د اروپايي اتحادیې ژمنې شاملې شوې ندي.