لوبی

په آسیایي پارالمپیک سیالیو کې د افغانستان د معلولینو باسکتبال ملي لوبډلې دوه‌یم مقام خپل کړ

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۵, ۱۴۰۲

د افغانستان د معلولینو باسکتبال ملي لوبډلې د اړوند لوبو په سیالیو کې له څلور بریاوو او یوې ماتې سره دوه‌یم مقام خپل او په چین کې یې د پارا آسیایي جام سیالیو ته لار پیدا کړه.

د شنبې پر ورځ ( د غویی ۲۳ ) د افغانستان لوبډلې په وروستۍ لوبه کې د کویت لوبډلې ته د ۵۸ – ۵۶ پر توپیر ماتې ورکړه او په دې سیالیو کې یې د ۶ ګډون کوونکیو لوبډلو تر منځ دوه‌یم مقام خپل کړ.

له دې مخکې افغانستان د فلپین، هانګ کانګ، عربي متحده اماراتو او چینايي تایپي لوبډلو ته ماتې ورکړې وې؛ خو د کویت لوبډلې ته یې ماته ومنله.

له دې پایلې سره د کویت، افغانستان او فلیپین لوبډلو په چین کې پارا آسیایي سیالیو ته لار ومندله.

دغه سيالۍ به د اکتوبر له دوه‌ویشتمې نېټې څخه تر اته ‌ویشتمې پورې د چين د هانګژو ښار پر کوربتوب تر سره شي. په دې سيالیو کې د ويلچير باسکتبال په ګډون د معيوبينو اړوند ٢٢ لوبې شته دي.

په پام کې ده، چې د هانګژو پارا آسيايي لوبې د روان کال په اکتوبر کې د چين د ولسمشر شي جين پينګ لخوا پرانيستل شي؛ خو له‌دې مخکې به آسيايي لوبې د سپتمبر له درویشتمې نېټې څخه د اکتوبر تر اتمې نېټې پورې په هانګژو کې تر سره شي، چې د چين ولسمشر یې پرانسته کوي.

Trending

Exit mobile version