نړۍ
په ابوظبي کې ګاز چاودنې ۱۲۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د عربي متحده اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې د دوشنبې پر ورځ په یوه رستورانت کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان دي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، د ملکي دفاع اور وژونکیو د اور لګېدنې د پراخېدو مخنیوی کړی؛ خو څو دوکانونه او شپږ ودانۍ زیانمنې شوې دي.
دوی دا هم ویلي وه، چې څلور نورې ودانۍ له خلکو تشې شوې وې.
د ځایی رسنیو لخوا خپاره شوي انځورونه ښیې، چې د سړک په اوږدو کې ښیښې او د ویجاړیو توکي پراته دي.
د یادونې ده، چې دغه رستورانت د خلدیې ولسوالۍ د اوبو په غاړه کې پروت دی.
