تازه خبرونه

په ارګ کې د اختر لمانځه پرمهال توغندی لګېدلی

Published

on

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار پر بېلابېلو سیمو درې توغندي لګېدلي دي.

دغه توغندي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال ووېشتل شول.

د دغه وزارت ویاند میرویس ستانکزي زیاته کړې؛ یو توغندی په کابل کې د عیدګاه جومات شا ته ولګېده، دوه یم هغه د ګلبهار مرکز شاته او درېیم یې د حضوري چمن په اړوند سیمه کې لګېدلي دي.

میرویس ستانکزي ویلي، چې په دې راکټي برید کې هیچاته ځاني زیان ندی اوښتی.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه توغندي د پروان سوم په اړوند سیمه کې له کرولا موټر څخه د ولسمشرۍ ماڼۍ پر لوري د لوی اخترد لمانځه د اداکولو پر مهال توغول شوي دي.

ولسمشر غني د توغندیو توغول وغندل او وايي، چې طالبان له جګړې او ولس وژنې لاس نه اخلي.

د طالبانو په ګډون تر دې دمه هیچا د برید مسوولیت ندی منلی.

دا په داسې حال کې ده،چې یو شمېر ښاریان د کابل ایمرجنسي روغتون مخې ته راټول شوي او وايي، چې د دوی خپلوان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د توغندي پر لګېدو ټپیان شوي؛ خو د کابل پولیسو دغه خبره تائید کړې نده.

Trending

Exit mobile version