تازه خبرونه

په ازبکستان کې د اسلامي امارت نوي سفیر خپله دنده پیل کړه

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د څرګندونو له مخې؛ عبدالغفار بحر د چارشنبې پر ورځ په ازبکستان کې د افغانستان د نوي سفیر په توګه معرفي شوی دی.

Published

on

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د اسلامي امارت نوي ټاکل شوی سفیر عبدالغفار بحر د تاشکند د سفارت د چارو د سمبالولو لپاره ازبکستان ته رسیدلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د څرګندونو له مخې؛ عبدالغفار بحر د چارشنبې پر ورځ په ازبکستان کې د افغانستان د نوي سفیر په توګه معرفي شوی دی.

سیاستوال وايي، د دې سفیر ټاکل به د افغانستان په ډیپلوماسۍ کې یو نوی پرمختګ او له ګاونډ هېوادونو په ځانګړې توګه له ازبکستان سره د اړیکو د پراخېدو لامل شي.

کارپوهانو ويلي، له هغه وخته، چې افغانستان او ازبکستان په دې وروستیو کې مهم اقتصادي او سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي؛ نو نوي سفیر ته پکار دي، چې د تړونونو د عملي کولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې د کابل او تاشکند ترمنځ سیاسي اړیکې؛ ځکه مهمې دي، چې افغانستان او ازبکستان سترې ګډې اقتصادي پروژې لري.

په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړیو چارواکو په حضور کې د څه باندې دوه میلیارډ ډالرو پر ارزښت پېنځه سوداګریز او اقتصادي تړونونه په کابل کې لاسلیک شول.

ازبکستان د تېر کال له سلواغې راپدېخوا په تاشکند کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته وسپاره، چې مشري یې دمګړۍ د مغفورالله شهاب پر غاړه ده.

Trending

Exit mobile version