تازه خبرونه
په اسلامآباد کې د افغان کډوالو د مالونو د ستنولو له کبله د درې پوليسو دندې وځنډول شوې
پاکستانيو رسنيو خبر ورکړى، چې په اسلامآباد کې خپل هېواد ته د ستنېدونکیو افغانانو د بکسونو او مالونو د ستنولو له کبله د درې پوليسو دندې ځنډول شوې دي.
د بزنس ریکاردر ورځپاڼې د سې شنبې د ورځې په راپور کې راغلي؛ دا اقدام له هغې وروسته تر سره شو، چې یوه افغان کډوال د شالیمار د پولیسو له یوه ماموره په دې اړه شکایت وکړ.
د دغه شکايت له ثبتولو وروسته د پوليسو د درې افسرانو دندې وځنډول شوې او له هغو څخه د پوښتنو ګروېږنو امر صادر شو.
افغانان له دغه حالت سره هغه مهال مخ شول، چې د پاکستان لنډمهالي حکومت پوځي او ملکي مسوولینو د ناقانونه او بې اسنادو کډوالو د نیولو، ځورولو او شړلو لړۍ او عملیات پیل کړل او دا بهیر هغه مهال بشپړ چټک شو، چې د دوی ټاکل شوی ضرب الاجل پای ته ورسېد او اوس هره ورځ زرګونه افغانان خپل هېواد ته راستنېږي.
