تازه خبرونه
په اسلام کې د نجونو د زدهکړې مخنیوی مقابلې ته اړتیا لري – د مسلمانانو د اتحادیې رییس
العیسی افزود: «از طریق این توافقنامهها، هدف ما برداشتن گامهای مشخص در جهت دسترسی به آموزش برای زنان و رفع موانعی است که مانع از ادامه تحصیل آنها میشود.»
د اسلام نړیوالې اتحادیې (MWL) عمومي منشي محمد بن عبدالکریم العیسی د شنبې پر ورځ ( د مرغومي دوهویشتمه) د نجونو د تحصیل د مخنیوي په اړه د ځینو ډلو لخوا له خپرو شویو عقایدو سره د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ.
نوموړي په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زدهکړې په اړه د نړیوال کنفرانس د پرانیستې له غونډې وروسته رسنیو ته په وینا کې ویلي: ” په ځینو مسلمانو ټولنو کې ناسم تصورات شته؛ خو د دې کنفرانس موخه دا ده، چې د دغو عقایدو د ردولو لپاره عالمان راټول او یوه اعلامیه خپره کړي.”
هغه زیاته کړې: “زمونږ هدف دا دی، چې دا پیغام په نړیواله کچه خپور کړو. په ځانګړي توګه په اسلامي هېوادونو کې، چې د ځینو ډلو لخوا له ناسمو تعبیرونو سره مقابله وشي.”
د پاکستان بزنس ریکارډر د هغه د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې دا غونډه د اسلام نړیوالې اتحادیې د نوښت یوه برخه ده، چې د ښځو تعلیم ته وده وربښي او پر اړتیا یې ټینګار کوي.
عبدالکریم العیسی وایي: ” پرون د بېلابېلو اسلامي مذاهبو د عالمانو په شتون کې یوه دوه ورځنی کنفرانس پیل شو. دوی پر یوه خوله هوکړه وکړه، چې د ښځو لپاره زدهکړه نرینه وو ته ورته اړینه ده.”
العیسی ټینګار کړی، چې کنفرانس به د اسلامآباد له اعلامیې سره پای ته ورسیږي.
هغه زیاته کړې: ” دا اعلامیه به نړۍ ته یو پیغام وي او ټینګار کوي، چې ټول اسلامي عالمان او فکري مکتبونه د ټولنې د پرمختګ لپاره د ښځو د زدهکړې پر اړتیا د نظر اتفاق لري.”
العیسی ویلي، چې د دې هڅو د دوام لپاره د اسلام نړیوالې اتحادیې، د اسلامي همکاریو ټولنې او نورو ټولنو ترمنځ د ښځو لپاره د بورسونو او تعلیمي فرصتونو د برابرولو تړونونه لاسلیک کړل.
العیسی زیاته کړې: ” د دې تړونونو له لارې مو موخه د ښځو لپاره زدهکړو ته د لاسرسي پر لوري کوټلي ګامونه اخیستل او د هغو خنډونو لرې کول دي، چې د دوی د زدهکړې د دوام مخه نیسي.”
په دې کنفرانس کې پاکستانيو چارواکو ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت ته یې په دې کنفرانس کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې؛ خو اسلامآباد ځواب ترلاسه نکړ.
د پاکستان د اسلامآباد په دې سرمشریزه کې د ګډون لپاره له ۱۵۰ څخه ډېر نړیوال شخصیتونه، چې په کې د ۴۴ اسلامي هېوادونو وزیران، سفیران او پوهان ګډون کړی او همدارنګه د نړیوالو ټولنو لکه یونیسکو، یونیسف، نړیوال بانک او د اسلامي همکاریو ټولنې استازي برخه لري.