سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې د طلاق پېښې ډېرې شوې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په كابل كې د كورنۍ محكمې رييسه وايي:

تېركال د طلاق پېښې ۱۰۵ ته رسيدې، خو د روان كال په نهه مياشتو كې بيا د طلاق پېښې ۱۰۶ ته رسيدلي دي.

په افغانستان كې د ښځو د حقونو ځينې فعالان د طلاق شويو ميرمنو پر راتلونكي ژوند انديښنه ښكاره كوي.

په كابل كې د كورنۍ محكمې رييسه رحيمه رضايي د طلاق د پېښو زياتوالى د اندېښنې وړنه بولي او وايي:

د طلاق د پېښو د زياتوالي يو دليل دا دى، چې ښځې پخپلو حقونو خبرې شوې دي.

په افغانستان كې د كورني جوړښت بدلون ساده كارنه دى. په دې هېواد كې ډېر دودونه ژورې رېښې لري، له مركې، كوژدې او واده نيولې د كورنۍ تر جوړښت پورې ځوانان او كورنۍ  يې خپلې موخې ته تررسېدو پورې له ډېرو ستونزو سره مخ كيږي، خو طلاق ټول دا  تكليفونه او منډې له منځه وړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون كميشنره  ثريا صبحرنگ بشري حقونو خپلواك كميسيون هم  د طلاق د پېښو پرزياتوالي او د دې پېښو له اړخه د ټولنيزو ناخوالو په اړه اندېښنه ښيي.

د ولسي جرگې غړې فوزيه كوفي هم له طلاق وروسته د افغان ميرمنو پر ژوند اندېښمنه ده.

د پوهنتون استاد مولوي محمد ضمير خالقيار خبردارى وركوي، چې:

د طلاق د پېښو له زياتوالي سره د جرايمو گراف لوړيږي او دا چاره د دې لامل گرزي، چې په هېواد كې ټولنيز فساد پراخ شي.

د سيمې په كچه افغانستان هغه هېواد دى، چې په كې د طلاق پېښې ډېرې كمې دي؛ خو په دې وروستيو كې د طلاق د پېښو زياتوالي خوشبيني او بدبيني دواړه ترشا پريښي دي.

Trending

Exit mobile version