تازه خبرونه
په افغانستان کې باید د ټولو قومونو د استازو په ګډون یو حکومت جوړ شي – حسن کاظمي قُمي
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو دی او په دغه هېواد کې باید د ټولو قومونو د استازو په ګډون یو حکومت جوړ شي.
د ایسنا خبری آژانس د راپور له مخې؛ حسن کاظمی قُمی په قُم کې د افغان مهاجرینو غونډې ته د وینا پر مهال ویلي؛ “په افغانستان کې یوه داسې رښتیا رامنځته شوې، چې ټوله رښتیا نده. “
نوموړي خبرداری ورکړي: ” مونږ په ښکاره ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو لپاره دی او که غواړو، چې د بن له شرایطو سره بیا مخ نشو؛ باید دې مسلې ته پام وکړو.”
قُمي ټینګار کړی، چې ایران له اسلامي امارت سره د اړیکو په وخت کې د افغانستان نویو واکمنو ته هم خپلې مشورې وړاندې کوي.
هغه زیاته کړې: ” د ټولو قومونو له صالحو خلکو څخه جوړ حکومت کولی شي په افغانستان کې د سیاسي ثبات او د جوړولو د پیل بنسټ وي، چې اسلامي جمهوري دولت هم ورته پالیسي لري. “
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او چارسمبالي سفیر داعش ته په نغوته کې امریکا پر لاسوهنو او بې ثباته کوونکیو سیاستونو تورنه کړې او څرګندوي: نن امریکایان په افغانستان کې د پرون په پرتله ډېرې بدې هڅې کوي.
قُمي ویلي، چې په سیمه کې د امریکا د بدو اوناوړو کړنو بیه ” د افغانستان خلک پرې کوي.”
اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی، چې اوسنی حکومت ملي او ټولګډونه دی او د ټولو قومونو استازي په کې پراخ شتون لري.
د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د افغانستان په اړه د بن نړیوال کنفرانس جوړ شو، چې هدف یې پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته د یوه نوي حکومت جوړېدا وه.