تازه خبرونه
په افغانستان کې باید یو پیچ هم پاتې نهوـ ډونالډ ټرمپ
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډېرو پوځي تجهیزاتو پرېښودل نه یوازې احمقانه کار دی، بلکې پر اوکراین د روسیې د برید یو لامل هم و.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جوبایډن د ادارې پر مشرۍ له افغانستان څخه د دغه هېواد د ځواکونو د ایستلو پر بهیر نیوکه کړې او وایي، چې باید یو پېچ هم ترې پاتې نهو.
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډېرو پوځي تجهیزاتو پرېښودل نه یوازې احمقانه کار دی، بلکې پر اوکراین د روسیې د برید یو لامل هم و.
هغه ویلي: ” که زه وای؛ له وقار او ځواک سره به مې ایستل. دوی (اسلامي امارت) به رسم ګذشت نه تر سره کاوه.»
هغه زیاته کړې: “مونږ به هیڅ راز نظامي تجهیزات نه پرېښودل او حتا د ۱۰ سینټ پر ارزښت مو ټول پیچونه راوړل.”
په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن حضور نامناسب پای تل د جمهوري غوښتونکیو له نیوکې سره مخ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له وتلو وروسته د میلیارډونو ډالرو پر ارزښت امریکايي پوځي تجهیزات او وسلې د اسلامي امارت لاس ته ورغلي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان وضعیت د سیمې امنیتي ودې او پراختیا ته لومړیتوب لري
نوموړي پر سیمه د افغانستان د وضعیت اغېز ته په نغوته کې زیاته کړې؛ د سیمې امنیتي او اقتصادي پرمختګونه نه یوازې دوه اړخیزې پاملرنې ته اړتیا لري، بلکې د لویو زیربناوو، انرژۍ او ټرانسپورټ په پروژو کې هم د دې هېواد ادغام باید د سیمهییزو پالیسیو په سر کې ځای ولري.
د راپورونو له مخې؛ د مرکزي آسیا د هېوادونو د مشرانو په اوومه مشورتي غونډه کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي؛ د افغانستان وضعیت د سیمې امنیتي او اقتصادي پرمختګ ته لومړیتوب لري.
نوموړي پر سیمه د افغانستان د وضعیت اغېز ته په نغوته کې زیاته کړې؛ د سیمې امنیتي او اقتصادي پرمختګونه نه یوازې دوه اړخیزې پاملرنې ته اړتیا لري، بلکې د لویو زیربناوو، انرژۍ او ټرانسپورټ په پروژو کې هم د دې هېواد ادغام باید د سیمهییزو پالیسیو په سر کې ځای ولري.
هغه د آمو سیند له اوبو څخه د ګټې اخیستنې په اړه ویلي؛ دې اوبو ته لاسرسی د سیمهییزو خبرو اترو له لارې شونی دی.
د مرکزي آسیا هېوادونو د مشرانو اوومه دوه ورځنۍ مشورتي غونډه د لړم پر څلیریشتمه او پېنځهویشتمه د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف پر نوښت د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، آذربایجان د مشرانو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په ګډون د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوې ده.
تمه ده، چې دا غونډه به نن د یوې ګډې اعلامیې پر خپرولو پای ته ورسیږي، چې په کې به د سیمې له امنیتي او اقتصادي پرمختګونو سره د افغانستان د یوځای پر اړتیا ټینګار څرګند شي.
تازه خبرونه
پاکستان د افغان کډوالو نیول زیات کړي
د یاد بنسټ د احصائیو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د نومبر تر نیمایي پورې ټولټال ۱۰۰ زره ۹۷۱ افغان کډوال نیول شوي، چې په ۲۰۲۴ کې د ۹ زره او په ۲۰۲۳ کې د ۲۶ زره د نیول کېدا پر پرتله بېساری زیاتوالی ښیي. د نیول کېدو تر ټولو لوړ شمېر د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ، کویټې، اټک او پنجاب کې ترسره شوې دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر (UNHCR) وايي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو سږ کال له ۱۰۰ زره څخه ډېر افغان کډوال نیولي، چې دا تر ټولو لوی شمېر دی.
د یاد بنسټ د احصائیو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د نومبر تر نیمایي پورې ټولټال ۱۰۰ زره ۹۷۱ افغان کډوال نیول شوي، چې په ۲۰۲۴ کې د ۹ زره او په ۲۰۲۳ کې د ۲۶ زره د نیول کېدا پر پرتله بېساری زیاتوالی ښیي. د نیول کېدو تر ټولو لوړ شمېر د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ، کویټې، اټک او پنجاب کې ترسره شوې دي.
د یواناچسيآر د څرګندونو له مخې؛ د نیول شویو کسانو ۷۶ سلنه د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي یا بې اسناده کډوال ول. په داسې حال کې، چې ۲۴ سلنه یې د پياوآر کارتونو لرونکي کډوال ثبت شوي دي.
د نیولو زیاتوالی له هغې وروسته زیات شو، چې د پاکستان حکومت په دوه بېلابېلو حکمونو کې له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه افغان کډوال جبري وایستل او پولیسو ته یې د پياوآر کارت لرونکو د نیولو واک ورکړ.
دې بنسټ دا هم تائید کړې، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره نغدي مرسته د مرستندویانو لهخوا د مالي ملاتړ د کمښت له کبله کمه شوې ده. دا هغه مسله ده، چې زرګونه زیانمنې کورنۍ یې د خوړو، کرایې او ژمي د اړتیاوو په ترلاسه کولو کې له پوره ستونزو سره مخ کړې دي.
پر افغان کډوالو فشار نه یوازې په پاکستان کې زیات شوی، بلکې ایران هم د افغان کډوالو په نیولو او جبري ایستلو کې هم له پام وړ زیاتوالی خبر ورکړی دی. دا هغه موضوع ده، چې بشري حقونه او مرستندویه بنسټونه یې په سیمه کې د ساتنې د اقداماتو د کمزوري کېدا په اړه اندېښمن کړي دي.
بشري بنسټونو د پاکستان او ایران له حکومتونو غوښتنه کړې، چې د کډوالو هر ډول راستنېدا باید پخپله خوښه او له نړیوالو قوانینو سره سمه وي. دوی ان ګواښ کړی دا پراخ جبري ایستل کولی شي ډیورنډ کرښې ته په نږدې سیمو کې نوره بې ثباتي هم رامنځته کړي، چې ډېری راستنېدونکې کورنۍ به د سرپناه، کار او اساسي خدماتو پرته پاتې شي.
تازه خبرونه
روسیې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره د همکارۍ وړاندیز وکړ
د نوموړې د ټینګار له مخې؛ پاکستان او افغانستان مهم سیمهییز شریکان دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، چې روسیه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړیتوب رول لوبولو ته چمتو ده؛ ځکه، چې سیمهییز ثبات د روسیې او نړیوالې ټولنې لپاره یو اړین لومړیتوب دی.
د نوموړې د ټینګار له مخې؛ پاکستان او افغانستان مهم سیمهییز شریکان دي.
هغې پر دواړو خواوو غږ وکړ، چې زغم وکاروي او د خبرو اترو له لارې خپل اختلافات حل کړي.
ماریا زاخارووا خبرداری ورکړی، چې دوامداره کړکېچونه کولی شي سیمهییز امنیت له خطر سره مخ کړي.
زخارووا وایي: دا منځګړیتوب کولی شي؛ په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره لار اواره کړي او امنیتي خطرونه راکم کړي.
روسیه د منځګړیتوب وړاندیز په داسې حال کې کوي، چې پاکستان د قطر او ترکیې پر منځګړیتوب لنډمهاله اوربند مات کړ او د استانبول وروستۍ خبرې اترې یې پرته له پرمختګ پای ته ورسولې.
کارپوهان په دې اند دي، چې د روسیې ښکېلېدا کولی شي خبرو اترو ته نوې ساه ور پر برخه او سولهییز حل ته د رسېدو لپاره ډېر فرصتونه برابر کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر هم د تاوتریخوالي په کمولو کې د مرستې لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړی او ترکیه هم چمتو ده، چې د خبرو اترو د دوام لپاره پاکستان ته یو لوړ پوړی پلاوی واستوي.
-
لوبی3 days agoد فوټبال مینهوالو ته زیری؛ آریانا ټلویزیون به د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو د نومبر پر دوه ویشتمه خپور کړي
-
تازه خبرونه3 days agoپه پنجشېر کې د پارندې برښنابند تولیدي کارخونه پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران له امریکا سره د سولهییزې اټومي هوکړې په لټه کې دی
-
سوداگري4 days agoافغان سوداګر باید د پاکستان له لارې پر سوداګرۍ خپله تکیه راکمه کړي – اسلامي امارت
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د څارویو وبا له ۲۱ میلیون ډېر پسونه او وزې وګواښل
-
روغتيا5 days agoله پاکستان څخه د کډوالو راستنېدا په افغانستان کې د ګوزڼ د لېږد خطر زیات کړی
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days agoپه ایران کې د اوبو د بحران له کبله د تهران نلونه وچ شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان په پاکستان کې د روان جنګ پر ضد د پاکستان د فتوا غوښتنه رد کړه
