تازه خبرونه
په افغانستان کې بهرني ترهګر او القاعده له طالبانو ملاتړ کوي- امرالله صالح
دا مهال پېنځه سوه بهرني ترهګر له القاعده سره یو ځای شوي او له طالبانو سره په ګډه د حکومت پر وړاندې جنګیږي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح له فرانس څلیریشت ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې د امریکا د نوي حکومت له دې پرېکړې هرکلی کړی، چې له طالبانو سره د دې هېواد دلاسلیک شوي هوکړه لیک بیا ارزونه کوي.
امرالله صالح وایي، چې طالبانو لا تر اوسه له القاعده سره اړیکې ندي پرې کړي.
امر الله صالح ټینګار کوي، چې همدې هوکړه لیک طالبانو ته پخپل ځان د باور کاذب ډاډ ورکړی او له همدې کبله غواړي، چې د زور له لارې واک ته ورسیږي.
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي: مونږ د دوحې هوکړې د بیا ارزونې لپاره د امریکا پرېکړه ستایو؛ ځکه طالبانو پخپلې ژمنې عمل ندی کړی. د امریکا له نوي دولت هم غواړو، چې د دوی تاریخ ته وګوري، چې خپله هیڅ هوکړه یې پلې کړې نده کړې.
صالح د افغان حکومت لخوا د پېنځه زره طالب بندیانو د خوشې کولو پرېکړه ستره تېروتنه بولي او وایي، چې ډېري خوشې شوي بېرته له طالبانو سره یو ځای شوي او له افغان ځواکونو سره جنګیږي.
نوموړي زیاته کړې؛ نه یوازې زمونږ استخباراتي معلومات، بلکې د نړیوالو سازمانونو لخوا د خپلواکو مطالعو په پایله کې معلومه شوې، چې له پېنځه اتیا سلنه ډېر خوشې شوي بندیان بېرته د جګړو میدانونو ته تللي او د ټولوژنو او تاوتریخوالي د ډېروالي مسوول هم دي.
د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان هم په افغانستان کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر ډېروالي اندېښنه ښیي.
بلخوا د امریکا د پوځونو د مرکزي قومندانۍ قومندان مک کینزي د افغان ځواکونو په وړاندې د تاوتریخوالي ډېروالی د اندېښنې وړ بولي او له طالبانو سره د امریکا د هوکړې بیا ارزونې ته خوشبین ښکاري.
جنرال مک کینزي له ترهګرۍ او د داعش د خراسان څانګې سره مبارزه د دوحې د سولې خبرو له بریالیتوب سره تړلې بولي.
نوموړی وایي: طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو د بریدونو له لارې د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ساتلې ده. مونږ د طالبانو پر کړنو څارنې ته دوام ورکوو او زه پوهېږم، چې نوی حکومت د پرمختګ لپاره یو نږدې لید لوری لري.
مخکې له دې طالبانو په ځلونو تورن شوي، چې له القاعده سره اړیکې لري او له امریکا سره یې د سولې هوکړه لیک عملي کړی ندی؛ خو طالبانو دا څرګندونې رد کړي او له امریکا سره یې د هوکړې پر پلي کولو ټینګار کړی دی.
