تازه خبرونه

په افغانستان کې تر دې دمه د پاتې کېدو پرېکړه نده شوې – ناټو

Published

on

ناټو د رویټرز د هغه راپور په غبرګون کې، چې امریکایي ځواکونه به پر ټاکلې نېټې ونه وځي ویلي، چې له افغانستان د ځواکونو د ایستلو یا پاتې کېدو په اړه  تر دې دمه کومه پرېکړه نده شوې.

 د دغې ټولنې د ویاند اونا لونګسیکو د څرګندونو له مخې؛ د ناټو دفاع وزیران به د فبرورۍ پر ۱۷ او ۱۸ د افغانستان په اړه بحث او خبرې وکړي.

نوموړي ویلي؛ دوی د افغانستان د سولې له هڅو ملاتړ کوي او نه غواړي، چې دا هېواد بیا د تروریستانو لپاره خوندي ځای شي.

د ناټو ویاند اونا لونګسیکو وایي: مونږ له ټولو خواوو څخه غواړو، چې د سولې لپاره دا تاریخي فرصت له لاسه ورنکړي. طالبان باید پخپلو ژمنو ټینګ ودریږي؛ له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، تاوتریخوالی کم او خبرو اترو ته لار اواره کړي.

 هغه زیاته کړې، چې د ناټو ماموریت ندی بدل شوی.

رویټرز د ناټو د څلور لوړ پوړیو چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې وه، چې نړیوال ځواکونه به د می له میاشتې وروسته په افغانستان کې خپل ماموریت روان ساتي.

دغو چارواکو ويلي، چې طالبانو شرایط ندي پوره کړي او د ناتو دا کار به په افغانستان کې د طالبانو او بهرنیو ځواکونو تر منځ کړکيچ  دېر کړي.

د ناټو یوه چارواکي رویټرز ته ویلي وه، چې د روان کال د می په پای کې به بهرني سرتېري له افغانستان څخه ونه وځي.

هغه رویټرز ته د نامه د نه ښودلو پر شرط څرګنده کړې وه؛ ژمنې نه دي پوره شوي. د امریکا د نوې ادارې له رامنځته کېدو سره به په پالیسۍ  کې بدلونونه رامنځته شي او د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه اندېښنې به هم حل شي. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر بې وخته وتلو خبرې کیږي او په دې اړه به یوه بله ستراتیژي جوړه شي.

د امریکا او طالبانو د سولې راوستلو د تړون پر بنسټ ټول بهرني سرتېري باید د می په میاشت کې له افغانستان څخه ووځي او طالبانو ژمنه هم کړې، چې له تروریستي ډلو سره به اړیکې پرې کړي.

د راپور د څرګندونو له مخې، د افغانستان لپاره راتلونکي پلان به د ناټو په سرمشریزه کې د بحث یوه مهمه موضوع وي.

د جمهوريت پلوي پلاوي غړي وايي، چې طالبان به د سولې په خبرو کې برخه وانخلي.

د ناټو هیڅ غړی نه غواړي له اړتیا پرته په افغانستان کې پاتې شي؛ خو دا هم روښانه ده، چې په افغانستان کې زموږ شتون د حالاتو له ښه کېدو سره تړلی دی. زموږ متحدین د وضعې د ښه کېدو لپاره کار او په ګډه سلا او مشورې روانې ساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب پلاوي په دې وروستیو کې روسیې او ایران ته سفرونه کړي او د دغو هېوادونو له اړوند مشرانو سره د سولې بهیر پر پلي کیدو غږېدلي دي.

Trending

Exit mobile version