تازه خبرونه

په افغانستان کې ثبات د سیمې او د سیمې ثبات د نړۍ په ګټه دی – امیرخان متقي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۲, ۱۴۰۲)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي ویلي، چې په افغانستان کې ثبات د سیمې د هېوادونو په ګټه دی او د سیمې ثبات د نړۍ په ګټه دی.

امیرخان متقي د بهرنیو چارو وزارت له کارکوونکیو سره په کتنه کې د هېوادني ثبات ارزښت ته نغوته کړې او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي، چې له اسلامي امارت سره خپل تعامل زیات کړي.

هغه ویلي: د تېرو ۴۵ کلونو په بهیر کې تجربې ښودلې، چې نه لویو قوتونو او نه هم کورنيو تنظیمونو د افغانستان د اداره کولو توان درلود او نه یې هم شرایط ورته برابر کړی شول. اسلامي امارت حالات تر څارنې لاندې راوستي او ټوله نړۍ باید د دې لاسته راوړنې ستاینه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل او سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي.

هغه زیاته کړې: مونږ خوشحاله یوو، چې اوس هیڅ ځواک نه‌غواړي مخالفان پیاوړی کړي. دا د افغانستان لپاره ښه خبر دی؛ ځکه، چې هېواد ته د هیڅ مخالف د راتلو مخه نه‌ده نیول شوې او مونږ خوشحاله یوو، چې هرڅوک کولی شي هېواد ته راشي او په آزاده توګه ژوند وکړي.

امیر خان متقي هیله من دی، چې په راتلونکیو شپږ میاشتو کې به په هېواد کې سترې پروژې پیل شي.

 

Trending

Exit mobile version