روغتيا
په افغانستان کې دوه پر درېیمه برخه ماشومان په لومړیو شپږ میاشتو کې د مور شیدې خوري – یونیسف
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یوسف) او د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، چې په ټوله نړۍ کې ۵۲ سلنه ماشومانو ته د خوړو صحي شیدې نهورکول کېږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې له دوه پر درېیمې برخې لږ ماشومانو ته په لومړیو شپږ میاشتو کې یوازې د مور شیدې ورکول کېږي.
دغه بنسټ د شنبې پر ورځ ( د زمري دیارلسمه) په ایکس پاڼه کې ټینګار کړی، چې هڅه کوي د اروپايي ټولنې پر همکارۍ دغه بهیر بدل کړي.
د یونیسف د څرګندونو له مخې؛ دوی د میندو لپاره ماشوم ته د خوړو ورکولو له لارې پروګرامونه پلي کوي او پدې راڅرخي، چې کله او څنګه د مور شیدې ورکړ شي، چې ماشومان وکولی شي د ژوند له غوره او ښه پیل څخه برخمن شي.
یونیسف ټینګار کوي، چې له شپږ میاشتو وروسته د مور شیدې ماشوم ته کافي ندي او ماشومان د بشپړو خوړو لکه میوو، سابو او حبوباتو خوړلو ته اړتیا لري.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یوسف) او د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، چې په ټوله نړۍ کې ۵۲ سلنه ماشومانو ته د خوړو صحي شیدې نهورکول کېږي.
دغه صندوق د مور د شیدو د خوړو نړیوالې اوونۍ په مناسبت د روغتیا له نړیوالې ټولنې سره په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې ماشومانو ته د میندو د شیدو ورکولو د کچې لوړېدا کولی شي هر کال د څه باندې ۸۲۰ زره ماشومانو ژوند وژغوري.
