سوداگري
په افغانستان کې د اقتصادي بحران له کبله لسګونه کارخونې تړل شوي
په افغانستان کې له تېرو شل کلونو راپدیخوا د خصوصي سکتور لخوا ( صنعتي پراختیا، کرنې، مالدارۍ، باغدارۍ، د کانونو استخراج، خدمات، روغتیا، تحصیلات، بانکدارۍ، مخابراتو، هوانوردۍ او ساختمان ) په برخه کې پانګونه شوې ده.
د خصوصي سکتور د معلوماتو پر بنسټ د دې پانګونې کچه له ۵۰ میلیارډ ډالرو ډېر تخمین شوی او په هېواد کې د اسلامي امارت واک ته له رسېدو سره سم په هېواد کې سلګونه داسې کار و بارونه ول، چې هڅې یې وځنډېدې.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې غړي وایی، چې یو شمېر هغه فابریکې، چې کارونه یې بند شوي یو لامل یې هم د نړیوالو لخوا د افغانستان پر بانکي سکتور پاتې بندیزونه ول.
دوۍ زیاتوي، چې اسلامي امارت باید د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پيمان وایي؛ مونږ د افغانستان له اسلامي امارته رضایت لرو. د کورنیو تولیداتو د ودې او د صنعت د پراختیا لپاره دوی خپلې هڅې کوي. ځینې ستونزې، چې رامنځته شوي؛ هغه هم په افغانستان د نړیوالو بندیزونو له مخې دي، چې هیله ده دا ستونزه هم لرې شي او د افغانانو پيسې پوره آزادې شي.
د هېواد د اوسپنې ویلې کیدو ټولنې غړي، چې د هېواد په کچه تر ټولو ډېره برښنا لګوي او وایي؛ د دې سکتور د برښنا ستونزه اوس هم په بشپړ دول نده حل شوې؛ خو له هېواده د اومه توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د ټولنې غړی عبد النصیر رشتیا وایي: د تېر په پرتله مو ستونزې لږ شوي. هیله لرو، چې د کورنیو تولیداتو شته ستونزې نورې هم کمې شي.
د اقتصادي چارو کارو پوهان هم د افغانستان له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې د کورنیو تولیداتو پراختیا لپاره په هېواد کې د پانګونې د جذب لپاره آسانتیاوې زیاتې کړي، چې په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو ولاړ ماشینونه بېرته پر حرکت راشي.
