تازه خبرونه

په افغانستان کې د امریکا د استخباراتو غړي، د نشه یي توکو قاچاق کوي ـ کابلوف

Published

on

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې هېواد کې د امریکا د استخباراتو ( سي ای ای) یو شمېر غړي د نشه یي توکو په قاچاق کې پر لاس لرلو تورنوي.

نوموړي روسي رسنیو ته څرګنده کړې، چې: د امریکا د استخباراتو هغه حیرانوونکي افسران، چې مونږ په ډېرو برخو کې تورنوي؛ خپله د نشه یي توکو په قاچاق کې ښکېل دي. د دوی الوتکې د کندهار او بګرام له هوایي ډګرونو الوت کوي او هر چېرته، چې د آلمان او رومانیا په ګډون وغواړي پرته له کومې څارنې او پلټنې الوتنې کوي.

کابلوف ټینګار کړی، چې د افغانستان خلک هم ترې خبر دي؛ تاسې ولاړ شئ د کابل له هر اوسیدونکي، چې وپوښتئ؛ هغوی به په دې اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د استخباراتو مشرانو روسیه د هر امریکاي سرتېري وژلو ته د ډالې پر وړاندې کولو تورتوي.

روسیې او طالبانو دا ګزارش رد کړی او تش دروغ یې بولي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي: روسیې یوازې د افغانستان قانوني حکومت ته وسلې چمتو کړي او دا پوره روښانه ده. که امریکایي همکاران غواړي د څه شي په اړه بحث وکړي؛ ښه به داوي، چې په افغانستان کې له داعشه د دوی د ملاتړ په اړه پر خپرو شویو اطلاعانو خبرې تر سره کړو. 

د افغانستان حکومت تر دې دمه په دې اړه کوم غبرګونه ندی په ډاګه کړی.

د یادونې ده، چې د ۲۰۰۳ کال د فبرورۍ پر ۱۴ د روسیې سترې محکمې طالبان ترهګره اعلام او د دوی هڅې په روسیه کې ناقانونه وګڼل شوې.

Trending

Exit mobile version