Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ له کبله پر نړۍ د اورلمبې بلې دي – نیکي هیلي

خپور شوی

د

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندې نیکي هیلي ویلي؛ په افغانستان کې د امریکا د ناکامې له کبله نړۍ د ناارامۍ او جګړې سره مخ شوې ده.

میرمن هیلي د سې شنبې پر ورځ په شمالي کارولینا ایالت کې خپلو ټاکنیزو پلویانو ته د وینا پر مهال ادعا وکړه، چې له افغانستان څخه د امریکا پر بېړه وتلو د امریکا متحدینو او دښمنانو ته ناسم او له تېروتنې دک پیغام ورساوه.

هغې زیاته کړې: پر رښتینې معنا نړۍ د سوځېدو په حال کې ده؛ په اروپا کې جګړه روانه ده، په منځني ختیځ کې جګړه ده، شمالي کوریا د وچو ترمنځ بالستیک توغندي ازمویي، چې پر امریکا د لګېدو وړتیا هم لري. چین زمونږ پر بېخبناوو او بنسټونو سایبري بریدونه کوي. روسیه مو سپوږمکۍ ړندوي او مونږ یې له کاري پایلو بې برخې کوي.

هغې څرګنده کړې: له تېروتنې پرته! که مونږ په افغانستان کې هغه ناکامي نه درلوده؛ دا یوه پېښه هم نه‌رامنځته کېده.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د ۲۰۲۱ ز.کال د اګسټ پر دېرشمه بشپړ شول او ورسره په افغانستان کې ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسېده.

د یادونې ده، چې د واسمشرۍ ټاکنو ته نوماندې نیکي هیلي د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې په توګه کار کړی دی.

تازه خبرونه

افغان او انډونیزیایي استازیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

 په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د ډبرو سکرو د استخراج په اړه د همکاریو د پراختیا، د تجربو د شريکولو، اغېزمن مدیریت او همداراز د اړوند صنعتي سکټورونو د پرمختګ په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

په انډونيزيا کې د افغانستان سفارت چارسمبالي سعدالله بلوچ د دغه هېواد د انرژۍ او کانونو وزارت له چارواکو سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.

 په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د ډبرو سکرو د استخراج په اړه د همکاریو د پراختیا، د تجربو د شريکولو، اغېزمن مدیریت او همداراز د اړوند صنعتي سکټورونو د پرمختګ په اړه بحث او خبرې کړې دي.

ویل کیږي، چې انډونیزيايي لوري په یادو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د چین سفیر د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال سره وکتل

په دې لیدنه کې قدرت الله جمال د چین له سفیر څخه وغوښتل، چې د ګرځندوی پیاوړتیا، د وړتیا لوړولو او د ګرځندوی او هوټل مدیریت انسټیټیوټ د زده‌کوونکو روزنې، د ویزې آسانتیاوو، د ګرځندوی بازار موندنې او د ګرځندوی پر بنسټونو د پانګونې په برخو کې خپلې تجربې شریکې کړي او همکاري وکړي.

Published

on

چارشنبې پر ورځ(د مرغومي څلیریشتمه) کابل کې د چين سفیر ژاو شینګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال قدرت الله جمال سره د ګرځندوی د پراختیا او فرهنګي اړیکو د پياوړتیا په اړه خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې قدرت الله جمال د چین له سفیر څخه وغوښتل، چې د ګرځندوی پیاوړتیا، د وړتیا لوړولو او د ګرځندوی او هوټل مدیریت انسټیټیوټ د زده‌کوونکو روزنې، د ویزې آسانتیاوو، د ګرځندوی بازار موندنې او د ګرځندوی پر بنسټونو د پانګونې په برخو کې خپلې تجربې شریکې کړي او همکاري وکړي.

هغه د ورېښمو لارې په اړه هم معلومات شریک کړل او په دواړو هېوادونو کې یې د نندارتونونو پر تنظیمولو او وړتیا لوړولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د غونډې پر مهال په کابل کې د چین سفیر ویلي، چې افغانستان او چین ښې اړیکې لري او د دې اړیکو د ساتلو لپاره هڅې روانې دي.

ژاو شینګ په پورته ذکر شویو برخو کې د همکارۍ او دوه اړخیزو تجربو شریکولو ډاډ وړاندې کړ او وایي، چې د کلتوري او ګرځندوی اړیکو د پیاوړتیا او پراخولو لپاره دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د خیبر پښتونخوا والي پخپل وزیر اعلی نیوکه وکړه

کنډي د سې‌شنبې پر ورځ په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي وه، چې افریدي پر ځلونو په افغانستان کې د «ترهګرۍ» د سرچینې په اړه د شواهدو غوښتنه کړې. په داسې حال کې، چې هغه باید د کره معلوماتو لپاره پولیسو ته مراجعه وکړي.

Published

on

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د امنیتي مسلو په اړه له “افغانستان څخه د دفاع” په خاطر پخپل وزیر اعلی سهیل افریدي نیوکه کړې ده.

کنډي د سې‌شنبې پر ورځ په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي وه، چې افریدي پر ځلونو په افغانستان کې د «ترهګرۍ» د سرچینې په اړه د شواهدو غوښتنه کړې. په داسې حال کې، چې هغه باید د کره معلوماتو لپاره پولیسو ته مراجعه وکړي.

هغه دې ته په نغوته کې وویل؛ نړیوالې ټولنې دا تشخیص هم کړی، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد په ځانګړي توګه د خیبر پښتونخوا پر وړاندې د « ترهګریزو» فعالیتونو لپاره کار اخیستل کېږي وپوښتل: «که افغانستان په ترهګرۍ کې ښکېل نه‌وي، نو بیا څوک ښکېل دی؟!»

د پاکستان چارواکو تل ادعا کړې، چې وسلوال په پاکستان کې د بریدونو ترسره کولو لپاره د افغانستان خاوره کاروي. په داسې حال کې، چې اسلامي امارت پر ځلونو د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!