تازه خبرونه
په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ له کبله پر نړۍ د اورلمبې بلې دي – نیکي هیلي
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندې نیکي هیلي ویلي؛ په افغانستان کې د امریکا د ناکامې له کبله نړۍ د ناارامۍ او جګړې سره مخ شوې ده.
میرمن هیلي د سې شنبې پر ورځ په شمالي کارولینا ایالت کې خپلو ټاکنیزو پلویانو ته د وینا پر مهال ادعا وکړه، چې له افغانستان څخه د امریکا پر بېړه وتلو د امریکا متحدینو او دښمنانو ته ناسم او له تېروتنې دک پیغام ورساوه.
هغې زیاته کړې: پر رښتینې معنا نړۍ د سوځېدو په حال کې ده؛ په اروپا کې جګړه روانه ده، په منځني ختیځ کې جګړه ده، شمالي کوریا د وچو ترمنځ بالستیک توغندي ازمویي، چې پر امریکا د لګېدو وړتیا هم لري. چین زمونږ پر بېخبناوو او بنسټونو سایبري بریدونه کوي. روسیه مو سپوږمکۍ ړندوي او مونږ یې له کاري پایلو بې برخې کوي.
هغې څرګنده کړې: له تېروتنې پرته! که مونږ په افغانستان کې هغه ناکامي نه درلوده؛ دا یوه پېښه هم نهرامنځته کېده.
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د ۲۰۲۱ ز.کال د اګسټ پر دېرشمه بشپړ شول او ورسره په افغانستان کې ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسېده.
د یادونې ده، چې د واسمشرۍ ټاکنو ته نوماندې نیکي هیلي د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې په توګه کار کړی دی.