تازه خبرونه
په افغانستان کې د امریکا ۱۹ میلیارد دالر ضایع شوي -سیګار
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې پلټنې دفتر یا سیګار په خپل وروستي راپور کې په ډاګه کړې، چې د امریکا کانګرس د افغانستان د بیارغونې لپاره له ۲۰۰۲ کال راپدیخوا نږدې ۱۳۴ میلیارد دالر ځانګړي کړي، چې شاوخوا ۱۹ میلیار دالر یې ضایع شوي دي.
دغه بنسټ تېره اوونۍ په خپل راپور کې څرګنده کړې وه، چې سیګار له یادو ۱۳۴ میلیارد دالرو څخه د شاوخوا ۶۳ میلیارد دالرو بیاکتنه وکړه او وموندل شوه، چې نږدې ۱۹ میلیارد دالر د ناوړه ګټې اخیستنې او درغلۍ له کبله ضایع شوې دي.
سیګار ویلي؛ په ۲۰۱۸ کال کې دوی وموندله، چې له ۲۰۰۸ څخه د ۲۰۱۷ کال د دسمبر تر ۳۱ پورې ۱۵.۵ میلیارد دالر ضایع او ناوړه ګټه ترې پورته شوې ده.
سیګار دا هم په ډاګه کړې، چې له دغو پیسو څخه نږدې ۱۲ میلیارد دالر په افغانستان کې د مخدره توکو پرضد په ناکامو هڅو او د دې هېواد د ثبات په برنامو کې لګیدلي دي.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي جان سپکو ویلي: مونږ باور لرو، چې د دغو هڅو بودیجه ضایع شوې؛ ځکه، چې دا پروګرامونه خپلې ټاکلې موخې ته ونه رسیدې.
🚨NEW Report: As of Dec 2019, Congress appropriated nearly $134 billion since FY 2002 for #Afghanistan reconstruction. Of that amount, SIGAR reviewed approx. $63 billion & found that nearly $19 billion of amount reviewed was lost to waste, fraud, and abusehttps://t.co/wcqzejZB5t
— SIGAR (@SIGARHQ) October 20, 2020
جان سپکو د دې راپور په اړه ویلي: دا راپور د تېر راپور په پرتله شاوخوا ۳.۴ میلیارد دالر ضایع شوي ، درغلي په کې شوې او ناوړه ګټه ترې پورته شوې ده.
د سیګار موندنې ښيي، چې مونږ د مالیه ورکوونکیو ۱.۵ میلیارد دالر پېژندلي، چې ضایع شوي دي. په ۳۰۰ میلیون دالرو کې درغلي شوې او له ۳۴ میلیون ډالرو ناوړه ګټه اخیستل شوې ده.
د ښاغلي سوپکو په وینا؛ پاتې ۱.۶ میلیارد دالر له مخدره توکو سره د مبارزې په بېلابېلو هڅو کې ضایع شوي دي.
جان سپکو څرګنده کړې؛ سیګار دنده لري، چې په افغانستان کې د بیارغونې د هڅو لپاره د امریکا د کانګرس پر ځانګړې شوې بودیجه بیاکتنه وکړي. له همدې کبله زمونږ تحلیلونه په افغانستان کې د امریکا د لګښتونو یوازې یوه برخه ښیي.