تازه خبرونه
په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د جنګي جنايتونو څېړنه پيل شوه
نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د بریتانوي ځواکونو لخوا د ملکي افغانانو د وژنې د نویو اړخونو له افشا کېدو وروسته د بریتانیا دفاع وزیر بین والاس څرګنده کړې، چې د هېواد ځانګړي ځواکونه د افغانستان د جنګي جرمونو د څېړنو په مرکز کې دي.
ګاردین ورځپاڼې د یوې بریتانوي موسسې څېړنې خپرې کړي او څرګندوي؛ د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په هلمند کې د بریتانیا د ځانګړیو ځواکونو د ماموریت پر مهال لږ تر لږه ۸۰ افغانان وژل شوي دي.
د بريتانيا دفاع وزارت وايي، چې په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړیو ځواکونو د نامناسب چلند په اړه څېړنې اوس نازک پړاو ته رسېدلي او د دغه هېواد ځواکونه د افغانستان د جنګي جرمونو د څېړنو په مرکز کې دي.
نوموړی وایي: په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړیو ځواکونو د نامناسب چلند په اړه څېړنه، چې د مارچ په میاشت کې پیل شوې وه اوس یوه نازک پړاو ته رسېدلې ده. دا څېړنه به د دغه هېواد د ځانګړیو ځواکونو پر ضد د تورونو په تړاو ترسره شي.
اسلامي امارت د بهرنیو ځواکونو له لوري د جنګي جنایتونو د څېړنو د پیل هرکلی کوي او څرګندوي، چې په دې برخه کې باید عدالت پلی شي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وایي: که څېړنه بې پرې او عادلانه وي؛ مونږ یې هرکلی کوو، ځکه په تېر کې له خلکو سره ډېر ظلم شوی او که دا څېړنه عادلانه وي، هرکلی یې کوو.
ځينې شنونکي بیا د دې څېړنو پيل ته خوښ دي او وايي، چې د قربانیانو پاتې کسانو ته باید غرامت ورکړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د هلمند ولايت اوسېدونکو د برتانوي ځواکونو له خوا د خپلو کورنيو د غړو د وژل کېدو په اړه څو ځلې شکايتونه کړي دي. په ورته وخت کې له دغو غوښتنو سره سم باید په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو فعالیت په عادلانه ډول وڅېړل شي او د هغو هېوادونو ځواکونه چې جنګي جنایتونه یې کړي باید مجازات شي.
تازه خبرونه
ایران به له امریکا سره په احتمالي جګړه کې بریالی شي – ذبیحالله مجاهد
هغه له «ایران راډیو» سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د جګړې پلوی ندی؛ خو د هغه په باور «د ایران اسلامي جمهوریت پخوا هم د برید پر مهال په پای کې بریالی شوی او دا ځل به هم د خپل وس او د ځان د مشروع دفاع د حق له کبله لاس بری وي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي؛ که د ایران او امریکا ترمنځ نښته رامنځته شي، ایران به د بریا وس ولري.
هغه له «ایران راډیو» سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د جګړې پلوی ندی؛ خو د هغه په باور «د ایران اسلامي جمهوریت پخوا هم د برید پر مهال په پای کې بریالی شوی او دا ځل به هم د خپل وس او د ځان د مشروع دفاع د حق له کبله لاس بری وي.»
مجاهد زیاته کړې، چې که ایران غوښتنه وکړي؛ افغانان تر خپلې وسې چمتو دي، چې د احتمالي جګړې د پایلو پر وړاندې د هغه هېواد له خلکو سره همکاري وکړي.
ایراني چارواکو خبرداری ورکړی، چې که برید پرې وشي؛ تهران به په سیمه کې د امریکا پوځي اډې پر نښه او خپل غچ به واخلي.
ویل کېږي، چې له اټومي هوکړې د ترلاسه کولو له امکان سره – سره د ارزونې لپاره خبرې روانې دي او واشنګټن سیمې ته پوځي تجهیزات د لېږلو په حال کې دي.
تازه خبرونه
د اسلامآباد وروستی برید د پاکستان د داعشروزنې پایله ده – ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد له “ایران راډیو” سره په یوه مرکه کې ویلي: “داعش د مار په څېر دښمن دی؛ که تاسې یې په خپل لسټوني کې وپالئ، نو تاسې به هم وچیچي.”
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په اسلامآباد کې د اهل تشیع پر جومات وروستی برید د پاکستان د “داعشروزنې” پالیسۍ پایله ده.
په دې برید کې، چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې ترسره شوی؛ ۳۱ کسان ووژل شول او ۱۷۰ نور ټپیان دي.
ذبیح الله مجاهد له “ایران راډیو” سره په یوه مرکه کې ویلي: “داعش د مار په څېر دښمن دی؛ که تاسې یې په خپل لسټوني کې وپالئ، نو تاسې به هم وچیچي.”
د هغه په وینا؛ د “پټو او استخباراتي” موخو لپاره د داعش ډلې د کارولو پالیسي به نه یوازې د پاکستان د خلکو پر زیان وي، بلکې د افغانستان د خلکو لپاره به هم منفي پایلې ولري.
دغه راز مجاهد یو ځل بیا له تحریک طالبان پاکستان (TTP) څخه د اسلامي امارت د ملاتړ ادعا رد کړه او څرګندوي؛ هیڅ غیر مسوول وسلوال کس ته اجازه نشته، چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.
هغه څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د “وزیرستاني کډوالو” د بېرته ستنولو لپاره چمتووالی ښودلی و؛ خو پاکستان رد کړ او اسلامي امارت د پاکستان په غوښتنه، دوی ډیورنډ کرښې ته له نږدې سیمو څخه نورو برخو ته ولېږدول.
ذبیحالله مجاهد دا هم روښانه کړې، چې د لارو تړلو د دواړو هېوادونو سوداګرو ته زیان رسولی؛ خو پاکستان د افغانستان پر پرتله ډېر زیان لیدلی دی.
هغه دا هم ویلي؛ دوی به تر هغه وخته اجازه ورنکړي، چې پاکستان د سیاسي وضعیت له کبله د لارې د نه بندولو “تضمین” نه وي کړی.
تازه خبرونه
راځئ، چې تېر هېر کړو – دفاع وزیر
مجاهد ویلي: “که تاسې پر غچ اخیستلو فکر کوئ؛ نو دا نظام به دوامدار ونکړي او هغه کسان، چې د واک په لټه کې دي نن قبرونه هم معلوم ندي.”
د یکشنبې پر ورځ( د سلواغې شپږویشتمه ) دله افغانستان څخه د شوروي سره پوځ د ماتې او وتلو د اووهدېرشمې کلیزې په مناسبت په مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د ستونزو او کورنیو جګړو د مخنیوي لپاره د تېرو پر هېرولو او اختلافاتو ددې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
مجاهد ویلي: “که تاسې پر غچ اخیستلو فکر کوئ؛ نو دا نظام به دوامدار ونکړي او هغه کسان، چې د واک په لټه کې دي نن قبرونه هم معلوم ندي.”
هغه زیاته کړې: “که تاسې د راتلونکي په اړه فکر کوئ؛ نو تاسې باید د ملت او خلکو په اړه فکر وکړئ او یو تاریخ پریږدئ، چې راتلونکی نسل پرې وویاړي. لکه د تېرو اتلانو.”
دفاع وزیر ټینګار کړی، چې په ټولنه کې د غوره والي معیار ژبه، توکم یا مقام ندی، بلکې تقوا او ایمان دی.
هغه له سوداګرو وغوښتل، چې د روژې میاشتې له رارسېدو سره د غریبانو او کډوالو لاسونه ونیسي او خپل زکات د افغانستان خلکو ته ووېشي.
هغه په دې اړه ویلي: “د سوداګرو لپاره ځانګړی پیغام دا دی، چې خپل خلک هیر نکړي او تل ورسره مرسته وکړي.”
مجاهد همدارنګه له خلکو وغوښتل، چې په امنیتي برخه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د هر ډول ګډوډۍ مخه ونیسي.
هغه زیاته کړې: “په افغانستان کې د نن امنیت استثنایي دی. تاسې زمونږ امنیت د نورو هېوادونو له امنیت سره پرتله کړئ؛ د دې امنیت ساتلو لپاره، د خلکو همکاري اړینه ده.”
دفاع وزیر خبرداری ورکړی؛ ځینې هېوادونه نه غواړي، چې افغانستان خوندي وي او “دوی د افغانستان پر ویجاړولو خپله سوکالي غواړي.”
نوموړي ویلي؛ ګاونډ هېوادونو او نړۍ ته زمونږ پیغام دادی: “افغانستان یو خپلواک هېواد دی؛ دا نه د چا امر مني او نه هم د غلامۍ تابع دی. مونږ د هر ډول خبرو اترو لپاره چمتو یوو؛ خو د متقابل درناوي پر بنسټ او د عقیدې، مذهب او ملي ګټو په چوکاټ کې.”
هغه زیاته کړې: “که ځینې هېوادونه بهانې ته دوام ورکړي او ستونزې رامنځته کړي؛ زمونږ پیغام روښانه دی؛ دا نه ستاسې پر ګټه ده او نه هم د افغانانو.”
محمد یعقوب مجاهد دا هم ویلي، چې حتا له یرغلګرو هېوادونو سره هم اړیکې د ملي ګټو او نیکمرغۍ پر بنسټ رغول کیدی شي او “مونږ ښې او له ملګرتیا ډکې اړیکې غواړو.”
په دې مراسمو کې د وزارتونو مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي؛ افغان ملت به هیڅکله د بهرنیو ځواکونو اشغال ونه مني او نن یوه نه هېرېدونکې نېټه ده، چې ټول افغانان پرې ویاړي.
هغه زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له راتګ سره د مخدره توکو قاچاق او کښت منع شوی او د شهیدانو او یتیمانو د کورنیو ملاتړ له توپیر پرته پلي شوی او شاوخوا ۱۳ څخه تر ۱۴ میلیارډ افغانۍ ځانګړې شوې دي.
حنفي ټینګار وکړ، چې د ځوانانو روږدي کول د بهرنیانو لهخوا ترسره کېده او د روږدو کسانو درملنه اوس د اسلامي امارت دنده ده. هغه د اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل، چې له ملت سره پر ښو اخلاقو چلند وکړي او د هغوی د ستونزو په حل کې جدي وي.
هغه زیاته کړې: “د اسلامي نظام د بقا لپاره مونږ باید له ټولو شته سرچینو څخه کار واخلو.”
همدارنګه، د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب په دې مراسمو کې ویلي، چې افغانان باید یوازې پر درې زبرځواکو پر وړاندې پر بریا قناعت ونکړي او تل باید له هر ډول ګواښ سره د مقابلې لپاره بشپړ چمتو وي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoامریکا په قطر کې خپل پاتریوت توغندي ځای پر ځای کړل
-
تازه خبرونه3 days agoپه اسلامآباد کې د اهل تشیع پر جومات د ځانمرګي برید وروستي حقایق بربنډ شول
-
تازه خبرونه3 days agoد ختیځ زلزلهځپلو ته د ۲ میلیون یورو مرستې پروګرام پیل شو
-
سوداگري4 days agoد افغانستان برښنا شرکت له یوه خصوصي شرکت سره د ۸۴۵ میګاواټه برښنا د تولید تړون لاسلیک کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد عمران خان زوی قاسم خان د پلار لیدو لپاره پاکستان ته د سفر اجازه وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoآیا پاکستان د افغانستان په جګړه کې «دوهمخې لوبه» کړې؟- خلیلزاد
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان کندهار او مزارشریف ته دوه سرقونسلان غوره کړل
-
تازه خبرونه4 days agoنن چارشنبه د فبرورۍ یوولسمه په علم کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده
