Connect with us

روغتيا

په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو ۴۵ سلنه لږ عمره ماشومان دي – د روغتیا نړیواله ټولنه

Published

 on

(Last Updated On: وری ۱۲, ۱۴۰۲)

د روغتیا نړیواله ټولنه په افغانستان کې د عمومي روغتیايي وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د تنفسي ناروغیو پېنځه‌څلوېښت اعشاره یو، سلنه ناروغان له پېنځه کلونو لږ عمره ماشومان دي.

په دغه راپور کې، چې د پنجشنبې پر ورځ (د وري لسمه) خپور شوی، ویل شوي؛ په ټول افغانستان کې د سړې هوا له کبله د تنفسي ناروغیو د خپرېدا لړۍ روانه ده، چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.

د دې ټولنې د څرګندونو له مخې، د فبرورۍ په میاشت کې له ۸۲۸ زره د ډېرو تنفسي ناروغۍ راپور ورکړ شوی دی.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ ږ. کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا په افغانستان کې د تنفسي ناروغۍ څلور میلیون و ۳۵۳ زره پېښې ثبت شوي، چې د هېواد د ټول نفوس ۱۳ اعشاریه ۳ سلنه جوړوي.

د افغانستان خلکو په وروستیو څو کالونو کې تېرکال له ټولوکلونو سوړ تېر کړ.

د روغتیا نړیوالې ټولنې هم په خپل راپور کې اټکل کړی، چې په افغانستان کې ۱۷ سلنه لویان له رواني اختلالاتو، خفګان، اضطراب او استرس له فشار او اختلال سره مخ دي.

د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ تېرو څو لسیزو جګړو او بې ثباتۍ ډېري افغانان له رواني ستونزو سره مخ کړي او دا کار د دې لامل شوی، چې پر نشه يي توکو روږدي شي.

روغتيا

په کندهار کې د درملو د تولید یوه لویه کارخونه پرانستل شوه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۴۰۲)

د دوشنبې پر ورځ ماښام مهال په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت د لوړ پوړیو چارواکو په شتون کې د پنځوس میلیون دالرو پر ارزښت د درملو د تولید یوه لویه کارخونه پرانستل شوه.

دولتي چارواکو د درملو له واردوونکیو سوداګرو وغوښتل؛ هغه درمل، چې په هېواد کې دننه توليديږي له واردولو څخه يې باید ډډه وشي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدين عزيزي وایي: په ۱۵ قلمه کې مونږ خود کفا یوو؛ خو هغه دوباره قاچاق کيږي راوړل کيږي. مونږ له دې څخه متاثر يو. آخر ما داسې يو برنامه شروع کړه، چې کوم کسان وارد کوونکي دي او کوم کسان، چې توليدات لري؛ يو مجلس مو جوړ کړ ډېر په مينه او ډېر په انډيوالۍ الحمدالله هغه کوم کسان، چې وارد کوونکي دي له هغوی څخه مو ډېر په احترامانه خواهش وکړ، چې زمونږ دا ۱۵ قلمه دوايي دلته توليد کيږي؛ که له خارجه يې واردات وشي، دوي ته صدمه او ضربه رسيږي.

د خواړو او درملو ملي ادارې رییس داکتر عبدالباري عمر ویلي؛ هغه کسان، چې د وارداتو په برخه کې کار کوي له هغو څخه زما دا هيله ده، چې: محترمو دوستانو! کوښښ دا وکړئ، چې هسې یې کار قانوني دی؛ نور دې هم اصولو ته ځان برابر کړي. هغه دوستان، چې کارونه یې غير اصولي دي؛ يو- يونيم کال مونږ وخت ورکړ؛ ډېره زياته حوصله مو ورسره کړې تاسې هم نور داسې مکوې راځئ د هېمواد اصول راسره ومنئ!

دغه راز له پانګوالو او سوداګرو وغوښتل شول، چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره جهاد پیل کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خيرالله خيرخواه وایي: د اسلامي امارت مجاهدينو پخپله سرښندنه خپل هېواد د خپل ځان پر غوښو آزاد کړ؛ دوی د بودجې والا نه‌دي، هغه تعليم يافته ندي، چې د خپل ملت د ناجوړۍ او د خپل ملت د نورو مشکلاتو جبران وکړاي شي؛ ځکه اميرالمومنين ويلي، چې دا کسان اقتصادي عسکر دي دا یقينا د دې انقلاب کاملېدل دوی ته پاتې دي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبيح الله مجاهد وایي؛ واقعاً افغنستان د دواو او معالجې په برخه کې محتاج دي. زمونږ مريض له ډېر سخت کړاو سره مخ وي؛ بهرنيو هېوادونوته پر لارې ضايع کيږي، دوا يې مصرفيږي بې اثره وي او پرلاره وفات کيږي.

ذبیح الله مجاهد تویت کړی، چې «سونا فارما» ملي کارخونه به په یوه شفت یا ۸ ساعتونو کې ۵ اعشاریه ۶ میلیون تابلیت، دوه میلیون کپسول او ۶۰ زره بوتله شربت تولید کړي.

د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د “سونا فارما” کارخونې ونډه‌وال ٧١ سوداګر او شرکتونه دي او نور ٥٠ ميليون دالره به يې د غني کولو لپاره ولګول شي.

ذبیح الله مجاهد دا هم ویلي، چې د «سونا فارما» درمل به د ټول هېواد پر کچه د درملو یوه بیه ولري، چې پر درملو لیکل شوي دي.

ملي سوداګرو هم له دولت څخه د دې کار پر وړاندې د يو لړ خنډونو د لرې کولو هيله وکړه .

د سوداګرې او پانګونې خونې مرستيال محمد يونس مومند وایي: افغانستان هم سیمه‌ییزې او هم نړیوالې سوداګرۍ ته اړتيا لري. مونږ له سوداګرۍ پرته نشو کولی، چې له دنيا سره کار و بار ونکړو او حمايوي صنعت په دې خاطر وي، چې په برق کې کمک راسره وکړي، په محصولاتو کې بايد راسره مرسته وکړي. درېيمه مساله دا، چې افغانستان ته زېری ورکوم: افغانستان به د جنوبي آسيا او مرکزي آسيا نښلېدا پر يو ډېر پراخ ترانزيتي مرکز بدل شي. مونږ او تاسې به جنوبي آسيا او مرکزي آسيا سره وصلوو.

د يادونې ده، چې په کندهار کې د خصوصي پانګوونو په لړ کې د درملو د توليد د فابريکې تر څنګ څه موده مخکې د مومند نړېوال روغتون هم فعال شو، چې دا مهال د بهرنيو او کورنيو داکترانو او پرمختللیو طبي تجهيزاتو له درلودلو سره فعاليت کوي.

Continue Reading

روغتيا

په ننګرهار کې خلک د ملاریا ناروغۍ له ډېرېدو اندېښمن دي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۵, ۱۴۰۲)

د ننګرهار ولایت اوسیدونکي محمد یونس ویلي، چې د اوړې له رارسیدو سره د ملاریا ناروغانو شمېر مخ  پر ډېرېدو دی.

د ننګرهار ولایت د تودوخې له ډېرېدو سره د بېلابېلو بڼو غوماشو ترڅنګ د ملاریا غوماشې هم ډېرې شوي، چې له کبله یې په خلکو کې د ملاریا ناروغي خوره شوې او پېښې یې مخ پر ډېرېدو دي.

په ننګرهار ولایت کې د ملاریا ناروغۍ پېښو زیاتېدو خلک اندېښمن کړي او وايي؛ په هر يوه کور کې له یوه تر پېنځه لویان او ماشومان پر ملاریا ناروغۍ اخته شوي دي.

خلک له مسوولینو غواړي، چې د ملاریا د څارنې لپاره باید په ډنډونو کې درمل وشيندي او خلکو ته دې پشخانې ووېشل شي.

داکتران وايي، چې په ننګرهار کې د ملاریا د ناروغۍ پېښې پنځوس په سلو کې ډېرې شوې دي.

په ختیځ کې له ملاریا سره د مبارزې مسوولینو ويلي؛ نه يوازې په ننګرهار کې، بلکې ټوله ختیځه سیمه ملاریا ناروغۍ لاندې کړې ده.  

د داګترانو د څرګندونو له مخې؛ په مومندره، بټيکوټ، کامه، ګوشته، بهسود، سره رود، غني خیل او اچین ولسوالیو کې د ملاریا ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي.

په ختیځ کې له ملاریا ناروغۍ سره د مبارزې  مسوول سید عبدالله بریالي منلې، چې د تېر کال پر پرتله په ټوله ختيځه سیمه او په ځانګړې ډول ننګرهار کې د دې ناروغۍ کچه پنځوس سلنه لوړه شوې ده.

 دوي له خلکو غواړي، چې روغتیايي ټکي په پام کې ونیسي.

دغه راز په ننګرهار ولایت کې سږ کال د دينکي تبې او نورو ناروغيو د ډېرېدو په اړه هم د خلکو اندېښني ډېرې شوې دي.

روغتیايي مسوولینو د ناروغيو د څارنې او مخینوي لپاره د اړینو اقداماتو د ترسره کیدو خبره کړې او دا نه مني، چې کواګي مسوولین د ناروغيو د څارنې او مخنیوي په برخه کې اړین اقدامات نه‌وي ترسره کړي. دوی د درملو شیندل ګران کار بولي؛ خو زیاتوي، چې تر ډېره يې په مرکز او ولسوالیو کې خلکو ته پشخانې وېشلي دي.

ملاریا ناروغۍ د غوماشو له لارې له یوه انسان څخه بل ته لېږدېږي او لامل يې هم د ملاریا غوماشی دي، چې په ککړو اوبو او ډنډاویو کې پيدا کیږي.

يو شمېر روغتیا پالان وايي؛ که خلک خپلې حفظ الصحي ته پام وکړي او پشه خانې وکاروي، نو له دغې ناروغۍ خوندي کیدلي شي.

د ملاریا د مجادلې مسوولینو څرګنده کړې؛ د ملاریا د مخنيوي لپاره د عامې روغتیا وزارت پراخه کمپاینونه کوي او په هر روغتیايي مرکز کې مسوولینو ته دنده سپارل شوې، چې خلکو ته د مخنیوي لارې چارې وښيي.

Continue Reading

روغتيا

د کندهار عینو مېنې روغتون له ایم آر آی او ایکس رے وسایلو برخمن شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۴۰۲)

د کندهار د عینو مېنې روغتون د ۴۵ میلیون افغانیو پر لګښت د MRI او X-ray عصري وسایلو د لېږد او نصبولو چارې پیل کړې.

د کندهاردعينو مېنې په ۳۵۰ بستريز دولتي روغتون کې د MRI او اکسرې پر مختللي ماشينونه نصب او پر فعاليت يې پيل وکړ .

د عامې روغتيا وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا پرمختللي ماشينونه د دې وزارت په بودجه د ۴۵ ميليون افغانيو پر لګښت ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي.

دوی ویلي؛ له دې سره به تر دېره د افغانانو هغه ستونزې، چې مخکې به د خپلو روغتيايي معايناتو لپاره له هېواده بهر ته په ډېرو ستونزو تلل؛ حل شي .

دغه راز د کندهار سيمه‌یيز مشران د دې ماشينانو نصب او فعاليت يو ښه زېری بولي او له طبي داکترانو غواړي، چې د خپلو ناروغو هېوادوالو رښتینی خدمت وکړي .

دعامې روغتيا وزارت اداري مرستيال محمد اسحق صاحبزاده وایي؛ د ټول زون لپاره دا يو ښه زيری دی. نن مونږ الحمدالله د عينو مېنې په روغتون کې د ام آر آی پرانسته کوو، چې د ۴۰ ميلیون افغانیو پر ارزښت د دې وزارت له بودجې اخیستل شوی دی. دغه راز ورسره یو اکسرې هم شته، چې د ۵ ميلیون افغانيو پر ارزښت رانيول شوې، چې دواړه ډېره پرمختللې او عصري دي.

هغه په اوسنيو سختو اقتصادي حالاتو کې د روغتيايي آسانتياوو رامنځته کول د افغانانو لپاره ستونزمن بولي او وايي هڅه کوي يو په بل پسې دا ستونزې حل کړي .

د کندهار سيمه‌یيز چارواکي بيا له داکترانو غواړي، چې د خپلو ربړېدلو افغانانو روغتيايي ستونزې پر پوره اخلاص او ایماندارې  تر سره کړي .

د کندهار والي مرستيال حيات الله مبارک وایي: داکتر صاحب محترمه! که مشر تا ته مراجعه کوي؛ د الله پاک په خاطر ورته د خپل پلار پر سترګه وګورئ، عزيزانو خدمت يې وکړې او که کشر درته مراجعه کوله د الله پاک په خاطر درته وايم له خپل اولاد او خپل بچي یېکم مه بولئ. ما په داکتر صاحبانو کې په ډېرو ځايو کې دا اخلاص ليدلی دي؛ دا ستاسې لپاره نه‌وايم دا ما باالمشاهده ليدلی دي.

د يادونې ده، چې د هېواد د لرې پرتو سيمو ډېري اوسيدونکي، چې نالوستي او د خپلې مورنې ژبې ماسيوا پر بله ژبه نه پوهيږي د خپلو روغتيايي ستونزو د حل لپاره ګاونډ  هېوادونو لکه ايران او پاکستان ته ځي، چې هلته د نابلدۍ او د پوليسو د ناوړه چلند له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون زندانونو ته اچول کيږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!