تازه خبرونه
په افغانستان کې د تېرې شپې خونړۍ زلزلې ګڼو خلکو ته مرګ او ژوبله اړولې
له کونړ څخه راپورونه ښیي، چې غرونه راښویېدلي، لارې بندې دي، ځینو سیمو ته پر پښو تګ ستونزمن شوی دی. مرګ او ژوبله ډېره ده؛ د حکومت د ژغورنې ټیمونه سیمو ته رسېدلي، عاجلې مرستې روانې دي.
افغان چارواکو ویلي، چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د رښتر پر کچه ۶ درجې زلزلې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړل او د ژغورنې ډلې د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون روان ساتلی دی.
له کونړ څخه راپورونه ښیي، چې غرونه راښویېدلي، لارې بندې دي، ځینو سیمو ته پر پښو تګ ستونزمن شوی دی. مرګ او ژوبله ډېره ده؛ د حکومت د ژغورنې ټیمونه سیمو ته رسېدلي، عاجلې مرستې روانې دي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي؛ له مرکز او نږدې ولایتونو مرستندويه ډلې د بېړنیو مرستو لپاره ختيځو ولايتونو ته روانې دي.
مجاهد زیاته کړې، چې دولتي مسوولان به له خپلو ټولو امکاناتو د خلکو د ژغورلو لپاره کار واخلي او د ژغورنې هڅې روانې دي.
لومړني راپورونه په یوه کلي کې د مړو شمېر ۳۰ ښيي؛ خو د روغتیا وزارت چارواکو ویلي؛ د کونړ ولایت په لرې پرتو او ستونزمنو سیمو کې د ځاني زیانمنو شمېر معلوم ندی.
د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي: “د تلفاتو او ټپیانو شمېر لوړ دی؛ خو زمونږ ډلې اوس هم په سیمه کې د لټون عملیات روان ساتلي دي.”
ځایي چارواکو ویلي، چې سلګونه ټپیان روغتون ته وړل شوي او د مړو شمېر به؛ ځکه لوړه شي، چې له لرې پرتو او بې سړکه سیمو څخه راپورونه رارسېدلي دي.
دغه راز د ننګرهار ولایت له مومندرې ولسوالۍ او لغمان ولایت څخه هم له ځاني زیانونو راپورونه ورکړ شوي دي.
ویل کیږي، چې د تېرې شپې زلزلې د غرني ولایت کونړ په څو ولسوالیو کې خټین او ډبرین کورونه ویجاړ کړي او د ژغورنې ډلو د ژوندي پاتې کسانو لټون روان ساتلی دی.